د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: اپوزېشن د حکومت پرضد تګلاره اعلان کړه


د اپوزېشن ګوندونو د غونډې پخوانی عکس
د اپوزېشن ګوندونو د غونډې پخوانی عکس

پراګ: د پاکستان په پارلمان کې د اپوزېشن ګوندونو پر استازو مشتملې رهبر کمېټۍ اعلان کړی چې لومړی به په شریکه د سېنټ چرمېن لرې کوي او بیا به د حکومت پرضد احتجاج کوي.

رهبر کمېټۍ دا اعلان د جولايي پر پنځمه په اسلام اباد کې تر خپله لومړۍ ناسته وروسته د خبري غونډې پر مهال وکړ.

د یادې کمېټۍ غړي او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سنېټر عثمان کاکړ د رهبر کمېټۍ په غونډه کې د شویو پرېکړو تفصیل مشال راډیو ته وړاندې کړ.

ده وویل د رهبر کمېټۍ مشري به نوبت پر نوبت هر ګوند ته ورکول کېږي خو د لومړیو دوو میاشتو لپاره یې مشر د جمعیت علما اسلام ف ډلې مخکښ اکرم درانی ټاکل شوی دی.

سنېټر عثمان کاکړ وویل غونډې په قبایلي ضلعو کې د انتخاباتو پر مهال په پولنګ سټېشنو کې دننه د پوځ د درېدو هم مخالفت وکړ.

ده زیاته کړه ، “ دوي دا پرېکړه کړې ده چې پوځ به په فاټا کې د انتخاباتو پر مهال په پولینګ سټېشن کې دننه وي خو رهبر کمېټۍ وویل چې پوځ دې وي خو په پولینګ سټېشن کې به دننه نه وي. د جولايي تر نهمې به د سېنټ د چرمېن پرضد درخواست جمع کېږي او پر ۱۱مه جولايي به د رهبر کمېټۍ په غونډه کې دا پرېکړه کېږي چې د اپوزېشن له خوا به د سېنټ د مشرۍ لپاره کاندید څوک وي”.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند د ۲۰۱۸م کال د جولايي پر ۲۵مه د شویو عامو انتخاباتو په نتیجه کې واک ته رسېدلی وو.

د اپوزېشن ګوندونه وايي په هغو انتخاباتو کې پراخې درغلۍ شوې نو ځکه یې دوي لومړۍ کلیزه د تورې ورځې په توګه لمانځي.

د رهبر کمېټۍ غړي او د عوامي نشنل ګوند مرکزي جنرل سیکرټري میا افتخار حسېن مشال راډیو ته وویل چې د اپوزېشن ګوندونو مرکزي مشران به په خپلو خپلو سیمو کې د جولايي پر ۲۵مه په دې جلسو کې ګډون کوي.

میا افتخار حسېن وویل ، “ خیبر پښتونخوا کې به اسفندیار خان ، افتاب شېرپاو او مولانا فضل الرحمان ، په سیند کې بلاول بټو او نور مشران ، په پنجاب کې شهباز شریف او نور مشران او په بلوچستان کې به محمود خان اڅکزی ، حاصل بزنجو او نور مشران ګډون کوي.”

د پاکستان تحریک انصاف د حکومت پرضد جوړې شوې رهبر کمېټۍ د نورو پرېکړو تر څنګ د دې غندنه هم وکړه چې د قومي اسمبلۍ سپیکر ولې د پارلمان د نیول شوي غړيو د حاضرولو امر نه کوي.

د کمېټۍ غړي ، د مسلم لیګ نون مخکښ او پخواني وزیراعظم شاهد خاقان عباسي خبري غونډې ته وویل حکومت دا کار ځکه نه کوي چې په اسمبلۍ او سېنټ کې د اپوزېشن رایې کمې کړي.

ده وویل ، “ اوس به په سېنټ کې عدم اعتماد او نوی انتخاب ستاسو مخې ته راشي. نو د حکومت لپاره به دا ډېره اسانه وي چې درې سنېټران پورته کړي او سېنټ ته به یې نه راپرېږدي او انتخابات به وګټي. عمران خان ، یا د هغه سپیکر او یا هم نور په داسې طریقه څوک د نمایندګۍ کولو له حق څخه نشي محرومه کولای.”

خو د تحریک انصاف د قومي اسمبلۍ غړي اقبال اپرېدي مشال راډیو ته وویل ، اپوزېشن د خپلو درغلیو پټولو لپاره پر حکومت د فشار اچولو لپاره یو بل ته لاس ورکړی دی.

اقبال اپرېدي وویل ، “د پاکستان په ۷۰ کلن تاریخ کې په لومړي ځل حکومت ملک له پورونو د خلاصولو او پر خپلو پښو د درولو لپاره لګیا دی. د تحریک انصاف وفاقي او صوبايي حکومتونو چې څومره ګامونه اخیستي دي هغه ټول د شخصي ګټو لپاره نه بلکې د ملک د ۳۱ زره اربه روپیو د ادا کولو لپاره یې اخیستي دي.”

دا وخت پخوانی وزیراعظم نواز شریف ، پخوانی ولسمشر اصف علي زرداري او د اپوزېشن یو شمېر نور مشران د درغلیو په بېلا بېلو تورونو کې په زندان کې دي.

اپوزېشن ګوندونه وايي ، واکمن تحریک انصاف د ملک عدالتونه له دوي څخه د انتقام اخیستلو لپاره کاروي خو حکومت دا ردوي او وايي چې عدالتونه خپلواک دي.

XS
SM
MD
LG