د لاسرسي ځای

تر پشکال مخکې بارانونه به د ګل له ورځې اوري


د پاکستان موسمیاتو محکمې په وینا چې د ملک په مختلفو برخو کې تر پشکال وړاندې د بارانونو لړۍ د ګل له ورځې پیلېږي.

د موسمياتو محکمه وايي، د جولايي ۲۰۱۷مکې به د معمول مطابق بارانونه کېږي خو په اګست او سېتمبر مياشت کې به د ملک په نور برخو کې تر معمول کم او په خيبر پښتونخوا، ګلګت - بلتستان او پاکستان تر واک لاندې کشمير کې به تر معمول زيات باروانونه کېږي.

د موسمياتو محکمې ډایرېکټړ ډاکټر محمد حنيف مشال ريډيو ته ووېل چې د خيبر پښتون خوا په بره سيمو کې د زيات باران او هم دې سره په نيرونو کې د اوبو فشار زياتېدو او سيلاب راتلو هم امکان دې.

ډاکټر حنيف زياته کړه چې د ممکنه بارانونو په اړه د نورو صوبو پشمول د خيبر پښتونخوا د قدرتي آفتونو مبارزې ادارې او نورو متعلقه ادارو ته یې خبرتيا جارې کړې ده.

''بارانونه به کم وي خو تېز به وي او چې تيز بارانونه وشي نو د هغې له وجې د خيبر پښتونخوا غرنۍ سيمي لکه کلپاڼۍ، د سوات هينې سيمې او د بنو ډي ای خان کې چې کوم باراني نهرونه دي نو په هغو کې د اوبو فشار زياتېدلی شي. نو موږ دا ويلي شو چې د بارانونو په دې لړۍ کې د سيلاب د خطرې امکان شته. هم دا شان د چترال جنوبي برخو کې هم د مون سون د بارانونو لړۍ به دننه شي او چې کله هلته آسمان شين شي او نور ولګي نو په غرونو به واوره ويلې شي چې له وجې دا امکان دې چې په چترال کې سږ کال هم سيلاب راتلی شي.''

په پاکستان کې موسمياتي بدلون له وجې تيرو څو کلنو راهسې د ملک په مختلفو برخو کې زيات بارانونه کېږي چې له وجې سيلابونه راځي او د نقصان وجه جوړيږي.

د موسمیاتو د محکمې په وینا چې هم دغه بارانون کې د خيبر پښتونخوا شمالي سيمې د زيات زيان سره مخ وي.

د خيبرپښتونخوا د قدرتي آفتونو د مبارزې ادارې پې ډي ايم د يو رپورټ تر مخه تير کال ۲۰۱۶م کې په مختلف قدرتي آفتونو لکه بارانونو او سيلابونو له وجې ۳۰۰ پورې کسان مړه او تر يو نيم سلو پورې ژوبل شوې وو.

د رپورټ تر مخه بارانونو او سيلابونو له وجې تر ۴۰۰۰ زياتې ودانۍ په جزوي او مکمله توګه تباه شوې وې.

په صوبه کې د بارانونو او سيلاب له وجې همېشه دېر زيان ولې کېږي آيا د خېبر پښتون خوا قدرتي آفتونو مبارزې اداره يا پي ډي ايم اے او نورو متعلقه ادارې د راتلونکي بارانونو او د دې نه کېدونکي زيان د مخ نيوي لپاره تيار دې او که نه..په دې اړه د پي ډي ايم اې ايمرجنسي اپريشن سنټر اسسټنټ ډايريکټر محمد نديم وايي

''قدرتي آفتونه ايسارول د چا د وس خبره نه ده دا خو به راځې تر څو چې زموږ د ادارې خبره ده نو موږ هلې ځلې کوو چې د دې کوم اثرات دي هغه کم نه کم کړو. د تير کال ډيټا تر مخه ۱۰ داسې ضلعي دي له موږ سره چېرته چې د افت راتلو زيات خطره ده نو موږ هغوي لپاره زيات وسايل مختص کړو لکه خيمې، بسترې د خوراک څښاک لوښي وغېره. نو دا ټول هر څه د ضلعې د ضرورت مطابق موږ هلته ايښي وي چې کله څه ايمرجنسي وي نو چې ضلعي انتطاميه يي استعمالولی شي.''

د موسمياتو د محکمې په وېنا خيبر پښتونخوا ته تلونکي سيلانيانو ته هم خبرتيا او حفاطتي ګامونو هدايت نامه جاري شوې ده چې د شمالي سيمو د سيل لپاره تلو په وخت دې د سيندونو او غرونو خوا نه لیرې وسي ځکه چې د بارانونو له وجې په سيندونو او خوړونو کې د اوبو فشار سره د سېلاب او د ٖغرونو د راښويدو خطره زياته شي.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG