د لاسرسي ځای

تازه خبر

له افغانستان سره د کورمې خرلاڅو لاره پرانستل شوې


فايل فوټو
فايل فوټو

پاکستاني چارواکيو د پاکستان او افغانستان ترمنځ د کورمې خرلاڅو دروازه د يکشنبې په ورځ د تجارو لپاره خلاصه کړې ده.

د کورمې د بوړکي سېمې يو مشر ملک سيد نصير حُسېن مشال راډیو ته ويلي چې دېرش کسیزې جرګې د چارشنبې په ورځ په پېښور کې د خېبر پښتونخوا ملېشا ځواک مشرمېجر جنرال شاهين مظهر سره وليدل او د لارې پرانستلو غوښتنه يې وکړه.

نوموړي د حکومت دا ګام و ستايلی.

د تري منګل ځايي مشر حاجي رحيم ګل له حکومت غوښتنه کړې چې د تري منګل لاره دې هم خلاصه کړي.

که څه هم د خرلاڅو لاره پرانستل شوې خو له کورمې خوست او پکتيا ته تلونکې لارې لا هم تړلې پرتې دي.

د تري منګل ځايي مشر حاجي رحيم ګل مشال راډیو سره د خبرو پر مهال له حکومت غوښتنه کړې چې د تري منګل لاره دې هم خلاصه کړي.

ده زياته کړه چې په دې اړه یې له چارواکيو سره ليدلي وو او ژمنه ورسره شوې وه چې د خرلاڅو دروازې له پرانستو سره سم به د تري منګل لاره هم خلاصه کړي.

د پاکستان حکومت سږکال د فبروۍ په مياشت کې په سېوڼ شريف کې د لال شهباز قلندر پر مزار تر بريد وروسته له افغانستان سره د تورخم او چمن په ګډون د خرلاڅو، تري منګل او شهيدانو ډنډ او نورې لارې تړلې وې.

خرلاڅو لارو تړلو له وجې يې ډېر مالي تاوان ليدلی دی. سيد جمال

پاکستان تور پورې کوي چې وسله وال له افغانستانه ورځي او هلته بريدونه کوي.

خو افغانستان برعکس بيا پر پاکستان تور پورې کوي چې وسله والو طالبانو ته يې پناه ځايونه ورکړي دي.

د لارو تړل نه يوازي د پاکستان او افغانستان ترمنځ د خلکو تګ راتګ اغېزمن کړی بلکې د تجارو په وينا دوطرفه تجارت ته يې هم زيان رسولی دی.

د کورمې يو تجار سيد جمال وايي، د خرلاڅو لارو تړلو له وجې يې ډېر مالي تاوان ليدلی دی.

XS
SM
MD
LG