د ننګرهار چارواکي وايي، د پاکستان د قونصلګرۍ د ورکو شویو کارکوونکو لټون لپاره یې عملیات پیل کړي.
د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي د یکشنبې پر ورځ مشال راډیو ته وویل، دا تاییدوي چې په جلال اباد کې د پاکستان د قونصلګرۍ دوه کارکوونکي تری تم دي.
تر دې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس زکریا مشال راډیو ته وویل، د دوی د قونصلګرۍ دوه مامورین د جمعې (د جون ۱۶مې) له ورځې راهیسې ورک دي.
ده وویل، دا کسان له جلال اباده پر سړک د پاکستان لوري ته روان ول چې ورک شول.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې پر ورځ په یوه بیان کې وویل، په دې اړه يې افغان چارواکو سره خبرې کړې دي او هغوی ورته ويلي چې د دوی د مامورینو د موندلو لپاره يې هلې ځلې روانې دي.
اسلام اباد وايي، افغان چارواکو ورته ډاډ ورکړی چې د ورکو پاکستاني کارکوونکو د موندلو لپاره یې یوه کمېټي هم ټاکلې ده.