د لاسرسي ځای

تازه خبر

جاوېد غامدي: د روژې او اختر میاشت لیدل د مذهبي عالمانو کار نه دی


په پاکستان کې له تېرو څو لسيزو راهيسې د روژي او اخترونومياشت ليدو پر سر د ناندریو له لاسه په عمومي توګه په خيبر پښتونخوا، قبايلي سيمو او د ملک په ځېنو نورو برخو کې د سرکاري رويت هلال کمېټۍ د اعلان بر-خلاف روژه او اختر په يو ورځ نه لمانځل کېږي.

دغه سیمې د پېښور په قاسم علي خان جماعت کې د مقامي رويت هلال کميټۍ په اعلان اخترونه او روژه لمانځي. مقامي کمېټۍ دريځ لري چې د ولسي ګواهۍ په بنیاد اعلان کوي خو سرکاري کمېټۍ وايي دا د حکومتي کمېټۍ اختيار دي چې د اختر او یا د روژې اعلان وکړي.

پوښتنه دا ده چې آیا په ساينسي بنيادونو د دې څه حل راوتلی شي؟ د دې پوښتنې په ځواب کې د پاکستان موسمياتو ادارې د پېښور څانګې مشر مشتاق علي شاه وايي،د رويت په وخت د دوی او د پاکستان د خلايي ادارې استازي موجود وي او هغوی خپله ګواهي هم ورکوي.

''د دنیا په ډېرو اسلامي هېوادونو کې د قمري مياشتو اعلان په ساينسي بنیادونو کېږي او ځېنې بیا د رويت کمېټیو له لارې د دې اعلان کوي خو دا اوس د مذهبي عالمانو، حکومت او ادارو کار دي چې هغوي په ساينسي بنیادونو دا پريکړه کول غواړي او که د رويت کمېټيو له لاري. خو زه دا ويل غواړم چې د میاشتې د وخت، ورځ، اندازه او څومره وخت له به په کوم سمت کې پرته وي، له دې سره تړلې ټولې وړاندوینې د موسمياتو او د خلايي پلټنې اداري په پاکستان کې له تيرو څو لسيزو راهیسې کوي او دا ممکنه ده چې له ساينسي لارې موږ د میاشتې کره او سم تعین وکولای شو.''

خو د پاکستان مرکزي رويت هلال کمېټۍ مشر مفتي منيب الرحمان مشال ريډيو سره په خبرو کې وويل چې, "د پېښور د قاسم علي خان جماعت د مقامي کمېټۍ سره خو زموږ په ساينسي بنیادونو هېڅ اختلاف نشته بلکې د حکومت په قانوني عملدارۍ مو ورسره لانجه ده. که وکتل شي د دنيا نور هم اسلامي ملکونه دي، هلته خو دا ډرامې نه کېږي. تر ټولو لويه غمیزه دا ده چې په پاکستان کې داسې ډلي هم شته چې يو بل حلالوي هغوي تر دا مهال موږ په اسلامي حواله قايل نه کړلو نو د روژې يا اخترونو د مياشتو په حواله به يې څه قايل کړو. په نورو ملکونو کې ریاست اعلان وکړي او معامله ختمه شي."

خو په ملايشيا کې مېشت د ديني علومو پاکستانی عالم جاويد احمد غامدي مشال ريډيو ته وويل چې د مياشتو کتو تعلق له مذهبي عالمانو سره نه بلکې د فلکیاتو ماهرينو سره دی او دغه کار هغوی ښه کولی شي. د ده په خبره د اخترونو او د روژې د اعلان اختيار يوازې د ریاست دي:

"په پاکستان کې مذهبي ډلې په سیاست کې هم ښکېلې دي نو ځکه د دغو مذهبي خلکو د رايې پرضد څه مدلل کار کول اسانه خبره نه ده، سیاستوال هم ه دې خطره ځان ساتي، نو ځکه يې دا معامله مذهبي خلکو ته پرېښې ده، ګنې په ديني حوالې سره د دې هېڅ حثیت نه شته. مذهبي عالمانو ته د میاشتې له کتو سره او د هغې د وخت له تعينولو سره نه خو څه تعلق پکار دی او نه یې باید وکړي. دا کار د ستورپوهانو دی او د مياشتې په اړه ستورپوهان چې کومه پرېکړه وکړي هغه به تاسو هم منی او زه به یې هم."

د جاويد احمد غامدي په خبره د پاکستان ریاست يوه کمېټۍ د دې کار لپاره ټاکلې ده او دا اوس د هغې کمېټۍ اختیار دی چې په کومه ورځ د روزې اعلان کوي او په کومه ورځ د اختر اعلان کوي.

څه موده مخکې د قاسم علي خان جماعت د کمېټۍ مشر مفتي شهاب الدين پوپلزي مشال ريډيو ته ويلي ول چې هغوی د دې اعلان د شهادتونو په بنیاد کوي او مرکزي کمېټۍ د دوی ګواهي نه مني.

XS
SM
MD
LG