د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کرکټ اتلانو جام، د هند ماتې، د پاکستان بری


فخرزمان چې نن یې د هند خلاف ۱۱۴ منډې جوړې کړې
فخرزمان چې نن یې د هند خلاف ۱۱۴ منډې جوړې کړې

پاکستان هند ته په ماتې ورکولو سره د ۲۰۱۷ م کال « ای سي سي چېمپېنز ټرافي » په خپل نوم کړه. د پاکستان وزیراعظم نوازشریف، د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه او د اکثرو سیاسي ګوندونو مشرانو د کرکټ لوبډلې ته په دې بریا مبارکي ویلي ده.

د یکشنبې په ورځ د هند او پاکستان لوبډلې د لندن په اوول لوبغالي کې د یو بل پرضد میدان ته ووتل. د لوبې پچه هند وګټله او پاکستان ته یې لومړی د بېټېنګ کولو بلنه ورکړه. پاکستان په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۴ لوبغاو په زیان ۳۳۸ منډې جوړې کړې چې پکې د پښتون لوبغاړي فخرزمان ۱۱۴ منډې هم شاملې وې.

د هند د لوبډلې مینه وال د فاینل لوبې ننداره کوي
د هند د لوبډلې مینه وال د فاینل لوبې ننداره کوي

د هند لوبډله نن نه په بالنګ او نه هم په بیټنګ کې وځلېدله. د دوی لوبغاړي د دې باوجود چې د ښه بیټنګ کولو لپاره مشهور دي، یو په بل پسې د پاکستان د بالرانو په وړاندې اوټ شول. د هند له غاړې یواځې HH Pandya ښه بیټنګ وکړ او ۷۶ منډې یې جوړې کړې. د هند لوبډله په ۳۱ م اور کې په ۱۵۸ منډو وسوځېده او په دې توګه پاکستان دا لوبه په ۱۸۰ منډو سره وګټله.

د کاټلنګ خیبر پښتونخوا سره تړاو لرونکی پښتون لوبغاړی فخرزمان د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

د پاکستان د کرکټ لوبډلې کپتان سرفراز احمد د ايي سي سي چمپینز ټرافي په ګټلو پاکستاني ملت ته مبارکي ورکړېده. نوموړې د ټرافۍ ترلاسه کولو پر مهال وویل، « موږ یواځې د بري لپاره جنګېدلو او لوبه مو وګټله. »

که یو پلو پاکستان کې د کرکټ په دې بریا خوښۍ لمانځل کېږي، اخوا په هند کې بیا د کرکټ مینه وال د خپلې لوبډلې په ماتې خپه دي. دا بېله خبره ده چې کپتان ویرات کوهلي د پاکستان لوبډلې ته د جایزو د وېش په غونډه کې روایتي مبارکي وویله او د هغوی د لوبې ستاینه یې وکړه.

د پاکستان ولسمشر ممنون حسین هم د کرکټ لوبډلې په بریا ملت ته مبارکي ورکړېده. له یوې اوږدې مودې وروسته پاکستان داسې کومه لویه ټرافي په خپل نوم کړېده.

XS
SM
MD
LG