د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لاهور په ګډون ګڼو ښارونو کې د کرکټ بریا ولمانځل شوه


لاهور کې د کرکټ مېنوال جشن کوي
لاهور کې د کرکټ مېنوال جشن کوي

پاکستانیان د خپل کرکټ ټیم بریا لمانځي چې د اتوار په ورځ یې د بریتانیا په اوول لوبغالي کې د نړيوال کرکټ کونسل چېمپېنز ټرافۍ په پایلوبه کې هندۍ لوبډلې ته په ۱۸۰منډو ماتې ورکړه.

د پایلوبې ګټلو وروستو د لاهور او کراچۍ په ګډون د ملک په لويو او وړو ښارونو کې خلک له کورونو راووتل او جشنونه يې لمانځل.

د مشال راډيو خبريال وايي چې په کاټلنګ کې د پاکستان کرکټ ټيم لوبغاړي د فخر زمان کور مخې ته راټول شوي ول او خوشحالي يې کوله.

د دې ترڅنګ په اسلام اباد کې هم خلکو خوشالۍ کولې. له مشال راډيو سره په خبرو کې يې وينا وه چې قامي کرکټ ټيم ورته د فاينل مېچ ګټلو په صورت کې د ورکوټي اختر ډالۍ ورکړه.

اوول لندن: د پاکستان کرکټ ډلې لوبغالي د اتلولۍ له جام سره. ۱۸م جون ۲۰۱۷
اوول لندن: د پاکستان کرکټ ډلې لوبغالي د اتلولۍ له جام سره. ۱۸م جون ۲۰۱۷

که يو خوا خلکو د لوبې ګټلو په خوشالۍ کې جشنونه ولمانځل نو بل پلو يې هوايي ډزې هم کولې چې له کبله يې د ملک په مختلفو برخو کې څلويښتو (۴۰ ) پورې کسان ژوبل شول.

د پاکستاني مطبوعاتو د راپورونو ترمخه په پېښور او خواو شا سيمو کې د هوايي ډزو له وجې په لاهور کې څه باندې شل (۲۰) او په کراچۍ کې هم تر پنځلسو (۱۵) زيات کسان ژوبل شوي دي چې درملنې لپاره بېلا بېلو روغتونونو ته وړل شوي دي.

د کرمې اېجنسۍ پوليټکل انتظامېه وايي چې تيره شپه د اېجنسۍ په بېلا بېلو سيمو کې هم هوايي ډزې وکړل شوې چې له وجې یې په سده کې دوه ماشومان ژوبل شوي دي.

د دې ترڅنګه په کوهاټ کې هم د کرکټ لوبه ګټلو ورستو هوايي ډزې وکړې شوې خو هېچا د مرګ ژوبلې خبر نه دی ورکړل شوی. د ځايي پوليسو ترمخه چې پنځلس (۱۵) کسان يې د هوايي ډزو کولو په تور نيولي دي او له ځینو کسانو يې وسله هم نیولې ده.

XS
SM
MD
LG