د لاسرسي ځای

'سپریم کورټ دې د پاکستانیو هندوانو غږ واوري'


د پاکستان هندو کونسل له سپریم کورټه اپيل کړي چې تر تښتولو ورستو دې په زوره د هندو نجونو مذهب بدلول او بیا ورسره د واده کولو په اړه ازخود نوټس واخلي.

پاکستان هندو کونسل لخوا دا اپيل په داسې وخت کې راغلی چې پنځلس ورځې وړاندې د سیند صوبې ترپارکر ضلعې د شپاړس کلنې رویتا مېګواړ کورنۍ لخوا دا تور لګول شوې وو چې لور یې په زوره اسلام ته اړول شوې ده او تر دې په عمر کې دوه چنده زیات تن ته په عمرکوټ کې واده کړل شوې ده.

د پاکستان هندو کونسل مشر ډاکټر رمیش کمار وانکوانی مشال راډیو ته وویل، ټول مشران یې له سپریم کورټه غوښتنه کوي چې پر دې معامله دې ازخود نوټس واخلي.

ده وویل له داسې کېسونو ښکاري چې حکومت لږکیانو ته په تحفظ ورکولو کې پاته راغلی دی.

''یوه ماشومه چې د پنځلسو ورځو لپاره وتښتول شي نو هغه له مور او پلاره په یوه مدرسه کې لیرې وساتل شي او چې کله هغه بهر راواېستل شي نو پنځلس ورځې پس یي عدالت ته وړاندی کړي او هلته د نجلۍ مور او پلار هم نه وي نو یو سرټیفیکېټ وړاندې کړل شی چې دې ماشومې مذهب بدل کړی دی."

ده زیاته کړه، "آیا دا ماشومه بالغه ده او که نه نو د دې هم څه تصدیق نه کیږي. د ماشومانو داسې تښتول او بیا یي په زوره ودول یو ټولنیز جرم دی. که وګورئ نو د سیند صوبايي حکومت د واده په اړه د اتلس کاله عمر قانون هم منظور کړی دی. زه ګڼم چې سپریم کورټ دې د داسې کېسونو اورېدنه شروع کړي او ازخود نوټس دې پرې واخلي.''

ده خپلو خبرو کې د سیند صوبې پر حکومت تنقید وکړو چې د دې حالاتو باجود په زوره بل مذهب ته د اړولو مخنیوي بل یې منظور نه کړل شو.

پروسږ کال د سیند صوبايي اسمبلۍ دا بل تر منظورولو پس ګورنر ته د لاسلیکولو لپاره وړاندی کړی وو خو ګورنر صوبایي اسمبلۍ ته دغه بل د بیا-کتنې لپاره واپس استولی وو.

واضحه دي وي چې مخکې هم د هندوانو نجونو د تښتولو او مذهب بدلولو په اړه وخت په وخت کېسونه مخې ته راغلي دي.

د بشری حقونو کارپوهانو په وینا چې نه خو د سیند صوبايي حکومت او نه سیاسي ګوندونه د هندوانو نجونو په زوره د مذهب بدلولو او د واده کولو نوټس اخېستی.

د سیند صوبې د بشری حقونو کمیشن مشر ډاکټر اشوتهاما مشال راډیو ته وویل چې تیرې څه مودې راهیسي د هندوانو جینکو تښتولو او بیا د دوی مذهب په زوره بدلولو او واده کولو په شمېره کې نه یواځې زیاتوالی شوی دی بلکې دې اوس د رجحان شکل خپل کړې دې.

د ده په وینا چې په داسي کیسونو کې نوي فیصده نجونه کم عمره وي او د دوي تعلق د زمیندارانو د کورنو سره وي.

"په یوه میاشت لږ ترلږه د یو نه زیات کیس موږ ته راځي او که د دی نه اندزه ولګول شي نو هر کال شاه خواه پنځوس کیسونه رپوټ کیږي. خو دا کیسوه هاغه دي چې د څه نه څه وجې موږ ته د مطبوعاتو په ذریعه راځي. ډېر داسی کېسونه دي چې هغه رپوټېږي هم نه او څومره کېسونه چې رپوټ شوي دي نو دا کیسونه به له دې زیات وي."

کله چې مشال راډیو په دې اړه د سیند صوبې قانون محکمې او د وزیراعلی د بشری حقونو مشیر ریحانه لغاری سره بیا بیا رابطه وکړه نو پکې کامیابه نه شو.

پاکستان هندو کونسل په وینا چې هر کال پنځه زره هندوان پاکستان نه هجرت کوي او چې کوم پاتې دي نو هغوي سره دلته چپ پاته کېدو علاوه بله لار نه وي.

XS
SM
MD
LG