په اروپا کې د ناټو اتحاد مشر قومندان وايي، ښايي روسیه په افغانستان کې له هغو طالب وسله والو سره اکمالاتي مرسته کوي چې د هېواد له امریکا پلوي حکومت سره جنګېږي.
د لندن پولیس وايي چې په ۲۲مارچ له وېسټمینیسټر (پارلېمان) سره د ترهګر برید ترسره کوونکي پېژندګلو د خالد مسعود په نامه شوې ده. دوی وايي چې دغه ۵۲ کلن تن په برتانیا کې زوکړی دی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نړۍ په لر او بر کې هغو ټولو تهنېکې هیلې غوښتې چې د نوروز خونده وره لرغونې رخصتي لمانځي.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر رېکس ټیلرسن د داعش وسله والې ډلې پرضد جوړ پر نړيوال ایتلاف غږ کړی چې په روانو هڅو کې خپله ونډه زياته کړي.
اسلامي دولت وسله والې ډلې د لندن د پروني برید مسولیت قبول کړ او ویې ویل برید کونکی د دوی سرتېری و. اسلامي دولت وسله والې ډلې نن د خپل غیر رسمي خبري اژانس اماق له لارې دغه خبر خپور کړی دی.
د لندن ښاري پولیسو یو قومندان د شورو پر ورځ د چړې او ګاډي برید په اړه لومړني معلومات ورکړي. بي جې هیرېنګټن وویل، دې پېښې ته د ترهګر برید په توګه ګوري. د رویټرز اژانس ویډیو.
له تېرو دوو میاشتو راهیسې له کله نه چې ډونالډ ټرمپ د ولسمشر په توګه کار پیل کړی دی، د امریکا په وروستیو ...
حيدر العبادي په داسې حال کې د سپينې ماڼۍ دوره کوي چي ټرمپ د اسلامي دولت وسله والې ډلې پرضد په جګړه کې د تندۍ او چټکتیا موندلو په موخه د اتوشپېتو هېوادونو د يوې غونډې لپاره تياري کوي.
دا خبره د دې ادارې مشر جېمز کومي د دوشنبې پر ورځ د کانګرس د استازو جرګې د استخباراتي چارو کمېټۍ ته په اورېدنه کې وکړه. دا کمېټي یو له هغو کانګرسي کمېټیو ده چې د ۲۰۱۶ز کال د ولسمشریزو ټاکنو په لړ کې د روسیې د مشکوکې مداخلې تحقیقات کوي.
په جنیوا کې د مهاجرت د نړیوال سازمان یو چارواکي ویلي دي چې د برید له ځایه ۴۲ مړي راویستل شوي دي.
ترکيه وايي د نيدرلينډز سره د لوړپوړ چارواکو ټول سياسي بحثونه ودروي او د يورپي يونين سره يې هغه لوظنامه هم ختمه کړې چې له مخې یې بايد انقره اروپايي هيوادونو ته د کډوالو ورتللو مخنيوي کې مرسته وکړي.
د دواړو مشرانو په اېجنډا کې د شام او عراق شخړې، اقتصادي ستونزې او د ترهګرۍ پر ضد جګړه شامل دي.
نور وښیئ