د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ: امریکا ته په لومړي سر کې عراق ته تلل نه وو پکار


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د عراق له وزیر اعظم حیدر اعبادي سره په خپل دفتر اوول کې د لیدو مهال. ۲۰م مارچ ۲۰۱۷
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د عراق له وزیر اعظم حیدر اعبادي سره په خپل دفتر اوول کې د لیدو مهال. ۲۰م مارچ ۲۰۱۷

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له يوه عراقي پلاوي سره په خبرو کي ويلي، هېڅوک نه پوهېږي چي پخواني ولمشر براک اوباما ولې د ايران او نړيوالو قوتونو ترمينځ اټومي تړون لاسلیک کړ.

د مارچ په ۲۰ که نېټه له عراقي وزير اعظم حيدر العبادي سره د خپلې لومړۍ لیدنې پرمهال ټرمپ وويل، ايران له هغو معاملو یو دی چې د ده انتظاميه به له عراقي پلاوي سره ورباندې خبرې اترې کوي.

ټرمپ ویلي دی به پر هغه تشه هم خبري وکړي چې د اسلامي دولت وسله والې ډلې له لوري د عراق په شمال او لویدیز کې د پراخوا سیمو له نيولو پس پيدا شوې ده. ولسمشر ټرمپ دا هم وويل چې امریکا ته په لومړي سر کې عراق ته تلل نه وو پکار.

حيدر العبادي په داسې حال کې د سپينې ماڼۍ دوره کوي چي ټرمپ د اسلامي دولت وسله والې ډلې پرضد په جګړه کې د تندۍ او چټکتیا موندلو په موخه د اتوشپېتو هېوادونو د يوې غونډې لپاره تياري کوي.

ټرمپ ژمنه کړې چې راډیکاله اسلامي ترهګر به له بېخه باسي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG