په دې بیان کې چې د چارشنبې ورځ سپینې ماڼۍ خپور کړی وو، ټرمپد ایرانیانو او هغو هېوادونو لپاره چې نوروز لمانځي د ازادۍ، درنښت او شتمنۍ هیله کړې ده.
نوموړي په خپل پیغام کې کښلي چې د ایران، عراق، ترکیې، جنوبي اسیا او منځنۍ اسیا په میلونونه وګړي له خپلو کورنیو سره یوځای د پسرلي هرکلي ته خوښي کوي.
د امریکا ولسمشر په خپل پیغام کې نوروز د نویو هڅو پیلامه او په ځانګړي ډول د هغو ایرانیانو لپاره مهم بللی دی چې په دا وروستیو لسیزو کې امریکا ته تللي دي او هلته په یوه ازاد هېواد کې نوی ژوند کوي.
دونالډ ټرمپ د لرغوني فارس سلطنت د لوی باچا سایرس له خولې کاږي [د ازادۍ، برم او شتمنۍ یوځایکېدل د ولسونو لپاره ستره خوشالي زېږوي.که تاسو خپل ولس ته دغه درې واړه ور په برخه کړی نو د هغوی به له تاسو سره مینه کله هم و نه مري.]