د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرټېس:روس له طالبانو سره مرسته کوي


په اروپا کې د ناټو اتحاد مشر قومندان وايي، ښايي روسیه په افغانستان کې له هغو طالب وسله والو سره اکمالاتي مرسته کوي چې د هېواد له امریکا پلوي حکومت سره جنګېږي.

امریکايي جنرال کرټېس سکپراټي (س-که-په-راټي) تېر مازیګر د امریکا د سېنېټ د پوځي خدماتو کمېټۍ ته وویل، پر طالبانو د زیاتېدونکي روسي نفوذ شواهد یې لیدلي او دا چې ښايي روسیه دې وسله والې ډلې ته ان اکمالات هم کوي.

سکپراټي دا روښانه نه کړه چې د ده په فکر به روسیې طالبانو ته څه ډول اکمالات کړي وي.

روسیو چارواکو له طالبانو سره د مرستې کولو تور رد کړی دی. طالب مشرانو رویټرز اژانس ته ویلي، له ۲۰۰۷ز کال راهیسې له مسکو سره د پام وړ اړیکي لري خو زیاتوي چې د روسیې ښکېلتیا یوازې تر اخلاقي او سیاسي ملاتړه حده ده.

د روسیې ولسمشر دفتر کرېملېن وايي، ایرانی ولسمشر حسن روحاني به د روانې میاشت پر ۲۷مه او ۲۸مه مسکو ته په سفر کې له خپل روسي سیال ولادمیر پوتین سره وویني.

د پوتین له دفتره بېګا په خپور شوي بیان کې راغلي، دواړه مشران به د مارچ پر ۲۸مه سره وویني او په خبرو کې به سوداګریزو اړیکو او پانګونې ته ځانګړې توجه ورکړي.

بیان وايي، هغوی به د انرژۍ او د ټرانسپورټي انفراسټرکچر په څانګو کې د لویو، شریکو پروژو پر عملي کولو خبرې وکړي. بیان له دې زیات معلومات نه دي ورکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG