د لاسرسي ځای

تازه خبر

"اردغان او پوتين په نننۍ لیدنه کې پراخه او تفصیلي اېجنډه لري"


د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردغان او د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين نن په مسکو کې سره ويني. دواړه مشران به د شام او عراق شخړې، د اقتصاد او توانايي په برخه کې اړيکې او د ترهګرۍ پر ضد جګړې په اړه خبرې اترې کوي.

روسۍ دولتي رسنۍ وايي، ترک ولسمشر او د هغه روسی سیال په مسکو کې په خپله نننۍ لیدنه کې پراخه او تفصیلي اېجنډه لري. تاس او انټرفیکس خبري اژانسونه وايي، د دواړو مشرانو په اېجنډا کې د شام او عراق شخړې، اقتصادي ستونزې او د ترهګرۍ پر ضد جګړه شامل دي.

اردغان پر داسې مهال روسیې ته په سفر دی چې د ناټو له متحدینو او له اروپايي ټولنې سره یې کړکېچ زیات شوی دی. پر اردغان تر هغه وروسته جرمن چارواکو نيوکې کړې وې چې نوموړي برلين د نازي اعمالو په تر سره کولو تورن کړی و. نوموړي دا څرګندونې تر هغه وروسته کړې وې چې د جرمني په ځينو ښارونو کې د ترک حکومت د وزيرانو لخوا پلان شوي لاريونونه د جرمن چارواکو لخوا منسوخ کړل شول. د دې لاريونونو مقصد دا و چې په اروپا کې استوګنو ترک وګړو کې د هغه ټولپوښتنې په اړه پوهاوی او ملاتړ پيدا کړل شي چې له مخې يې اردغان د لا زيات واک څښتن کېدلای شي. پر دې اقدام زياترو لويديځو هېوادونو نيوکه کړې او ويلي يې دي چې دا به ولسمشر ته ډېر زيات واک ورکړي.

د روسیې ولسمشر ویاند دمیتري پېسکوف د پنجشبنې په ورځ په مسکو کې خبریالانو ته وویل، د اردغان او پوتین د خبرو اېجنډا چې څومره کېدای شي مفصله به وي. ده زیاته کړه چې دا تر ((بحراني حالت وروسته)) د دواړو هېوادونو د ((اړیکو بیا عادي کولو بهیر)) دی.

ترکيه او روسيه د شام په جګړه کې د يو بل د مخالفو لوريو ملاتړ کوي. او د دواړو هېوادونو اړيکې هغه وخت زياتې ترينګلې شوې چې کله د ۲۰۱۵م کال په نومبر مياشت کې ترک جېټ الوتکو د شام له پولې سره نږدې يوه روسۍ جنګي الوتکه راوغورځول.

رپورټونه وايي، په دې ليدنه کې به د ۲۰۱۶م کال د ډېسمبر پر ۱۹مه نېټه په ترکیې کې د روسي سفیر اندرې کارلوف د وژنې پر پلټنو هم خبرې کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG