د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلامي دولت وسله والې ډلې د لندن برید مسولیت قبول کړ


اسلامي دولت وسله والې ډلې د لندن د پروني برید مسولیت قبول کړ او ویې ویل برید کونکی د دوی سرتېری و. نوموړې ډلې نن د خپل غیر رسمي خبري اژانس اماق له لارې دغه خبر خپور کړی دی.

خو د برتانیا لومړۍ وزیره تریسا مې وايي چې په لندن کې له بارلېمان سره نېږدې په ترهګر برید کې ښکېل بریدګر چې درې تنه یې ووژل او ۲۰ نور یې ژوبل کړ، په برتانیا کې زوکړی وو.

دا وايي مخکې تر دې چې هغه زموږ ډموکراسي غلې کړي پولیسو وپېژندلو.

د مارچ په ۲۳مه نېټه ولسي جرګې ته په خپله وینا کې لومړۍ وزیرې وویل، چې بریګریو ګوښه کس وو او یوڅو کاله وړاندې امنیتي ادارو د متشددې سختدریځۍ په باب پوښتنې ګروږنې ترې کړې وې.

دې وویل پولیس دا اندازه لګولې وه چې هغه اسلامي ترهګرو اغېزمن شوی دی.

چارواکي وايي، بریدګر لارویان په موټر وهلي چې دوه یې ووژل او ۴۰ نور یې ژوبل کړل او وروسته یې یو پولیس افسر په چاړه مرګانه ووهلو.

وروسته په ساده جامو کې پولیسانو دا کس وویشت او چې روغتون ته رسول کېده نو مړ شو.

په چړې یا چاقو وهل شوی پولیس هم وروسته په روغتون کې ومړ.

پولیسو په دغه پېښه کې د ککړ تن نوم لا نه دی په ډاګه کړی.

د برتانیا پولیسو په پنچشنبه ویلي چې د چارشنبې ورځ د پارلېمان ودانۍ ته نږدې په ترسره شوي برید کې د ککړتیا په شک یې اوه کسان نیولي دي.

د برتانیا ترهګرۍ ضد ادارې یو لوړپوړی افسر ( مارک ــ روو لی ) وايي، په لندن، برمنګم او ځینو نورو سیمو کې پولیسو په شپږو ځایونو کې پلټنې کړې دي. خو نوموړی وايي دا چې پلټنې روانې دي نو زیات تفصیلات نه شي ورکولی.

نوموړي د چارشنبې په برید کې د وژل شویو کسانو تازه شمېره څلور وښودله چې پکې بریدګر هم شامل دی.

تر دې وړاندې پولیسو ویلي وو چې په برید کې پنځه کسان وژل شوي او ۲۰ نور ژوبل شوي دي.

مارک ــ روو لی زیاتوي چې په ژوبلو کسانو کې د اوو حالت نازک دی.

د پولیسو په وینا په چارشنبه [د مارچ ۲۲مه] یو تن د پارلېمان له ودانۍ سره نږدې د ویسټ مینیسټر پر پله، خپل موټر په تیزۍ سره پر لارویانو وروست، هغوی یې په موټر ووهل، بیا له موټره کوز شو او د پارلېمان د ودانی یو ساتونکی یې په چاړه وواهلو.

د لندن پولیس تر برید وروسته لومړی بیان ورکوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:59 0:00

يوه ښځه هم چې پر پله روانه وه او د ټېمز سیند ته پرېوتې وه وروسته ژوندۍ و ایستل شوه خو ویل کېږي چې سخته ژوبله ده.

د فرانسې وزیراعظم تایید کړه چې پر وېسټمنسټر پله درې فرانسوي ماشومان چې عمرونه یې د ۱۵ او ۱۶ کلونو تر منځ دي، ژوبل شوي.

د لندن پولیس افسران هم پر پله له هغو کسانو ول چې په ګاډي وهل شوي.

پر دې پله ډېر کسان او ګاډي تګ راتګ کوي. د دې په شمالي برخه کې د وېسټمنسټر ماڼۍ ده چې پکې د پارلېمان وداني ده.

د برتانیوۍ وزیراعظمې تېریسا مې یوه ویاند وویل هغه روغه ده. د حملې پر وخت هغه د پارلېمان په ودانۍ کې وه او امنیتي سرتېرو ژر کور ته ورسوله.

په عین وخت کې د پارلېمان غړي هم د ودانۍ دننه محفوظ ځای ته ورسول شول او هلته تر ساعتونو بند ول.

سپینه ماڼۍ وايي، امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ، وزیراعظمې مې ته د پوره همکارۍ باور ورکړی دی.

په سمدستي ډول د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG