د روسیې پولیسو او امنیتي چارواکو د هېواد د پلازمېنې مسکو په ګډون په یو شمېر ښارونو کې سلګونه کسان د مظاهرو پر وخت نیولي دي. دا مظاهرې د اپوزیشن یوه مشر الېکسې نوالني په غوښتنه د درغلۍ پر ضد شوې دي. ویډیو وګورئ.
امريکايي چارواکو د شنبې پر ورځ وويل، د عراق پر موصل د اسلامي دولت وسله والې ډلې د په نښه کولو لپاره شوی هوايي بريد، چې د دغه ښار د اوسيدونکو په وينا، لږ تر لږه ۱۰۰ کسان پکې ووژل شول، په اصل کې د امريکا پوځ کړی وو.
هغه تن چې لا هم د پوليسو سره د پوښتنو لپاره موجود دی، اته پنځوس کلن او د برمينګم ښار اوسيدونکی دی.
په اروپا کې د ناټو اتحاد مشر قومندان وايي، ښايي روسیه په افغانستان کې له هغو طالب وسله والو سره اکمالاتي مرسته کوي چې د هېواد له امریکا پلوي حکومت سره جنګېږي.
د لندن پولیس وايي چې په ۲۲مارچ له وېسټمینیسټر (پارلېمان) سره د ترهګر برید ترسره کوونکي پېژندګلو د خالد مسعود په نامه شوې ده. دوی وايي چې دغه ۵۲ کلن تن په برتانیا کې زوکړی دی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نړۍ په لر او بر کې هغو ټولو تهنېکې هیلې غوښتې چې د نوروز خونده وره لرغونې رخصتي لمانځي.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر رېکس ټیلرسن د داعش وسله والې ډلې پرضد جوړ پر نړيوال ایتلاف غږ کړی چې په روانو هڅو کې خپله ونډه زياته کړي.
اسلامي دولت وسله والې ډلې د لندن د پروني برید مسولیت قبول کړ او ویې ویل برید کونکی د دوی سرتېری و. اسلامي دولت وسله والې ډلې نن د خپل غیر رسمي خبري اژانس اماق له لارې دغه خبر خپور کړی دی.
د لندن ښاري پولیسو یو قومندان د شورو پر ورځ د چړې او ګاډي برید په اړه لومړني معلومات ورکړي. بي جې هیرېنګټن وویل، دې پېښې ته د ترهګر برید په توګه ګوري. د رویټرز اژانس ویډیو.
له تېرو دوو میاشتو راهیسې له کله نه چې ډونالډ ټرمپ د ولسمشر په توګه کار پیل کړی دی، د امریکا په وروستیو ...
حيدر العبادي په داسې حال کې د سپينې ماڼۍ دوره کوي چي ټرمپ د اسلامي دولت وسله والې ډلې پرضد په جګړه کې د تندۍ او چټکتیا موندلو په موخه د اتوشپېتو هېوادونو د يوې غونډې لپاره تياري کوي.
دا خبره د دې ادارې مشر جېمز کومي د دوشنبې پر ورځ د کانګرس د استازو جرګې د استخباراتي چارو کمېټۍ ته په اورېدنه کې وکړه. دا کمېټي یو له هغو کانګرسي کمېټیو ده چې د ۲۰۱۶ز کال د ولسمشریزو ټاکنو په لړ کې د روسیې د مشکوکې مداخلې تحقیقات کوي.
نور وښیئ