دا خبره د دې ادارې مشر جېمز کومي د دوشنبې پر ورځ د کانګرس د استازو جرګې د استخباراتي چارو کمېټۍ ته په اورېدنه کې وکړه. دا کمېټي یو له هغو کانګرسي کمېټیو ده چې د ۲۰۱۶ز کال د ولسمشریزو ټاکنو په لړ کې د روسیې د مشکوکې مداخلې تحقیقات کوي.
په جنیوا کې د مهاجرت د نړیوال سازمان یو چارواکي ویلي دي چې د برید له ځایه ۴۲ مړي راویستل شوي دي.
ترکيه وايي د نيدرلينډز سره د لوړپوړ چارواکو ټول سياسي بحثونه ودروي او د يورپي يونين سره يې هغه لوظنامه هم ختمه کړې چې له مخې یې بايد انقره اروپايي هيوادونو ته د کډوالو ورتللو مخنيوي کې مرسته وکړي.
د دواړو مشرانو په اېجنډا کې د شام او عراق شخړې، اقتصادي ستونزې او د ترهګرۍ پر ضد جګړه شامل دي.
دغه غونډه په داسې حال کې شوې چې د امريکا په مشرۍ ايتلافي ځواکونو اسلامي دولت ,وسله واله ډله له شام څخه شړلې ده.
انګیلا مېرکل د هغو پاليسيو په ملاتړ څرګندونې کړې چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ ورباندې سخت انتقاد کړى دى.
د روسیې ولسمشر یو ملتپاله - پوځي غورځنګ پیل کړی چې ورته ځوان پوځ ویل کېږي. په ویډیو کې ښودل شوې یوه ماشومه وايي، که زړه هم شي نو المانۍ یا جرمن ژبه زده کوي ځکه چې دا ژبه د پوتین زده ده. ویډیو وګورئ.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر رېکس ټیلرسن یو وار بیا له ناټو سره د امریکا پر ملاتړ ټینګار کړی دی.
نوموړي په خپله وينا کې داعش د غير قانوني وحشيانو يوه ډله وبلله چې مسلمانان، عيسويان او د ټولو مذاهبو او عقايدو نارينه، ښځې او کوچنيان يې وژلي دي.
د عراق پوځ اعلان وکړ چې د موصل ښار هوایي ډګر یې بېرته له داعش وسله والو ونیو.
سرګي لاوروف وايي، روسیه حاضره ده چې په سوريې کې د خوندي سیمو د رامنځته کېدو لپاره له امريکا سره خبرې وکړي، خو هغه وايي، روسيه باور لري چې په دې لړ کې يو داسې پلان ته اړتیا ده چې د سوريې له حکومت سره همغږی شي.
څلوراويا کلن پال اووربي (Paul Overby) په افغانستان کې د روسانو ضد جنګ په اړه سپېڅلې وينه (Holy Blood) نومې کتاب ليکلی وو. نوموړی په مودو مودو په افغاستان کې د اوسېدو له امله روانه پښتو ويلی شي.
نور وښیئ