د لاسرسي ځای

تازه خبر

لندن پېښه کې د ککړ تن نوم خالد مسعود دی


د لندن پولیس وايي چې په ۲۲مارچ له وېسټمینیسټر (پارلېمان) سره د ترهګر برید ترسره کوونکي پېژندګلو د خالد مسعود په نامه شوې ده. دوی وايي چې دغه ۵۲ کلن تن په برتانیا کې زوکړی دی.

د مارچ په ۲۳م د پولیس خپور کړی بیان وايي چې بریدګر خالد مسعود وړاندې هم په ځینو پېښو کې ککړ پاتې شوی دی.

بیانیه وايي چې مسعود دا مهال د برتانیویو چارواکو له لوري تر هېڅ ډول پلټنو لاندې نه وو او نه هم ورته داسې واردمخه استخباراتي مالومات ول چې ګنې نوموړی د یو ترهګر برید نیت کړی وي.

مسعود پولیسو هله وواژه چې کله هغه د مارچ ۲۲مه نېټه یې د پارلېمان له ودانۍ سره نږدې د ویسټ مینیسټر پر پله، خپل موټر په تیزۍ سره پر لارویانو وروست، هغوی یې پرې ووهل، بیا له موټره کوز شو او د پارلېمان د ودانی یو ساتونکی یې په چاړه وواهلو.

مسعود د ترهګرۍ په تور کې کله هم نه دی سزا شوی. خو وايي چې د ځینو مخکینیو یرغلونو چې پکې د یوه سړي سخت ژوبلول، ناقانونه درسته یا وسله له ځان سره ساتل، او ولسي نظم ګډوډولو له وجې “پولیسو پېژندلو“ .

پولیس وايي، هغه ته یې لومړۍ سزا د ۱۹۸۳م کال په نومبر کې د یوې جنايي کړنې پر سر ورکړې او وروستۍ هغه یې په ۲۰۰۳م کاال دیسېمبر د چاقو ساتلو پر سر ورکړې.

اسلامي دولت وسله والې ډلې د لندن د پروني برید مسولیت قبول کړ او ویې ویل برید کونکی د دوی سرتېری و. نوموړې ډلې نن د خپل غیر رسمي خبري اژانس اماق له لارې دغه خبر خپور کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG