د لغمان ولایت لپارهنوی والي محمد اصف ننګ د پېژندنې له مراسمو وروسته په کار پیل وکړ.
پاکستاني چارواکي وايي، د امریکا هغه ګام ګام تر درېو میاشتو ځنډول شوی دی چې موخه یې پاکستان د هغو هېوادونو مشکوک لېسټ ته اچول دی چې پر ترهګرو د مالي سرچینو بندولو لپاره کافي ګامونه نه اخلي. د مشال راډیو اېډیټر داود خټک له اقتصادپوه اکرام هوتي سره د مشکوک لېسټ په باب خبرې کړې.
د نړیوالو چارو پوه ډاکټر اعجاز خټک وايي له روس سره تر یو حده نزدې کېدل پاکستان ته ګټه رسولی شي خو د غربي نړۍ او په خاص توګه د امریکا متبادل نه شي کېدلی.
د پښتون تحفظ غورځنګ د اسلام اباد په وروستۍ احتجاجي ناسته کې ((دا څنګه ازادي ده؟)) سندره په پرله پسې ډول وغږول شوه او په ولس کې مقبوله شوه.
د بلوڅانو ملتپاله ګوند بلوچستان نېشنل پارټۍ (مینګل ډلې) یو مشر ثنا بلوچ وايي، دوی د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو له خېبرپښتونخوا سره د یوځای کېدو مخالفت نه کوي
د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا نن په یو امنیتي کنفرانس کې د ګډون لپاره کابل ته رسېدلی دی.په دې کنفرانس کې د افغانستان ترڅنګ د امریکا لوړ پوړي قوماندانان او د منځنۍ اسیا چارواکي هم ګډون لري.
مشال خان د جبر په چاپېریال کې پر مبارزه او غږ پورته کولو یقین درلود او ښايي فکر کول، پوښتنه راپورته کول او مبارزه کول د ھغه یوازنۍ ګناه وه
د فلم کيسه داسې ښودل شوې چې په ۱۳مه پېړۍ کې جلال الدين خلجي د افغانستان بادشاه وو او د ډيلي تخت ته د رسېدو لپاره یې پلان جوړولو.
په پاکستان کې د افغانستان مرستېال سفيرو زردشت شمس وايي په کابل کې تر بريدونو وروسته پاکستان ته ورغلي د افغانستان ملي امنيت رييس معصوم ستانکزي پاکستاني چارواکو ته د افغان ولسمشر واضح پېغام ورساوه چې په ځواب کې يې هغوی هم د اقداماتو وعده وکړه. زردشت شمس سره بشير ګواښ مرکه کړي
د پاکستان اسلامي نظرياتي کونسل مشر قبله اياز دا يو ښه ګام ګڼي او وايي چې د پاکستان په ګډون د ټولو مسلمان هيوادونو له موجوده مشکلاتو د وتو يوازينۍ لار هم دا ده چې مسلمان جديد تعليم ته مخه وکړي.
په پنجاب پوهنتون کې د پښتون بلوڅ کونسل د زده کوونکیو وکيل علي احمد کاکړ وايي چې د دوشنبې په ورځ یې د لاهور
په پاکستان او افغانستان کې کارپوهان وايي چې د امريکا ولسمشر د جنګ په پالېسي يقين لري او په راتلونکې ورځو کې به د تشدد پيښي نورې زياتي شي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته