د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پر افغانستان د ولسمشر ټرمپ تګلاره جدي ده"


د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ
د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سې شنبې په ورځ ناوخته د کانګرس ګډې غونډې ته په خپله کلنۍ وینا کې د افغانستان په اړه وويل چې په هغه هېواد کې به د جنګ لپاره نوې تګلاره ولري. نوموړي دا خبره په داسي حال کې کړي چې په دا وروستيو کې په افغانستان کې ترهګريز بريدونه د نورو وختونو پرتله زيات شوی دي.

کارپوهان وايي ټرمپ په خپله دغه مهمه وينا کې ځکه په جنګ ټينګار کوي چې له پيله يې د امريکا د پخوانيو حکومتونو په پرتله د طالبانو خلاف د کلکو اقداماتو غوښتنه کوله.

په پاکستان او افغانستان کې کارپوهان وايي چې د امريکا ولسمشر د جنګ په پالېسي يقين لري او په راتلونکې ورځو کې به د تشدد پيښي نورې زياتي شي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ بيګا ناوخته د کانګرس ګډې غونډې ته په خپله وينا کې که څه د پاکستان ذکر ونه کړ خو د افغانستان په اړه يې لنډې خبرې وکړې.

نوموړي وول:

''په افغانستان کې به زموږ جنګيالي د فعاليتونو لپاره نوې تګلاره ولري. زموږ پوځ به هلته له خپلو اتلو افغان ملګرو سره يو ځای نور په مصنوعي مهالوېشونو له پامه ونه غورځول شي او نور موږ خپلو دښمنانو ته خپل پلانونه نه په ډاګه کوو.''

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د کانګرس ګډې غونډې ته په خپله کلنۍ وینا کوي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د کانګرس ګډې غونډې ته په خپله کلنۍ وینا کوي.

د ټرمپ وينا وه چې د اسلامي دولت وسله واله ډلې پر ضد به تر هغه وخته جنګېږي چې ماتې يې نه وي ورکړې.

په کابل کې د سيمه ايزو چارو پوه کبير رنجبر وايي چې د ټرمپ پاليسي جدي ده او په سيمه ايز هېوادونو به فشار نور هم زياتوي. کبير رنجبر زياته کړه:

''اوس داسي حالات مخي ته راغلي دي چې په راتلونکې کې دا امکان لري چې دغه پيښي نورې هم ډيری شي. د ولسمشر ټرمپ نوې خبري به د جنګ په ميدان کې دغه حالت ته تغير ورکړي، او پر طالبانو به نور فشار راولي. دا سمه خبره ده خو زه فکر کومه چې دا پايله نلري، په عمل کې په پاکستان باندي فشارونه ډير کړي او دا موضوع يوه پايلې ته ورسوي.''

د امريکا ولسمشر د تيرکال په اګست مياشت کې د افغانستان او جنوبي ايشيا په اړه خپله پالېسي اعلان کړي وه، چې ترمخه يې هغه هېواد ته د نورو عسکرو ليږل هم شامل وو.

په پيښور کې د سيمه ايزو چارو پوه رحيم الله يوسفزيي وايي د ولسمشر ټرمپ پالېسي د جنګ ده چې نور يې تند کړي.

ده وويل چې په افغانستان هوايي بمباري زياتي شوی دي او پر پاکستان هم فشار زيات شوی دي چې د طالبانو خلاف کاروايي وکړي.

نوموړي زياته کړه:

''جنګ نور هم تود شو. د طالبانو نه علاوه نورو ډلو داعش هم بريدونه زيات کړي دي ځکه چې طالبانو او داعش ته په تيز جنګ کې نقصان شوی دی نو هغوې به هم خپله بدله اخلي. نو داسي معلوميږي چې په ژمني کې دا حالات دي نو بيا به په وړې کې به په دي کې اضافه کيږي.''

رحيم الله يوسفزيي وويل چې په اوسني حالاتو کې د امن لپاره هلې ځلي تتی ښکاري او داسي هيلي هم نيشته چې په راتلونکو ورځو کې به دی لور ته مهم ګامونه پورته کړل شي.

XS
SM
MD
LG