د لاسرسي ځای

تازه خبر

'دا څنګه ازادي ده' په ولس کې ولې مشهوره شوه؟


په اسلام اباد کې ناسته دوام لري
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:43 0:00

د پښتون تحفظ غورځنګ د اسلام اباد په وروستۍ احتجاجي ناسته کې ((دا څنګه ازادي ده؟)) سندره په پرله پسې ډول وغږول شوه او په ولس کې مقبوله شوه.

سندرغاړي شوکت عزير دا سندره په ځانګړې توګه د پښتنو ځوانانو د احتجاجي لاريون لپاره جوړه کړې وه.

په پښتنو کې تر دې مخکې هم د يو شمېر سندرغاړو انقلابي او وطني سندرې مشهورې شوې دي.

د ملاکنډ امجد شهزاد، چې شاعر او سندرغاړی دی وايي، پښتنو ته که د هغوی د دردونو او کړاونو کيسې د موسيقۍ په ژبه وشي، ډېر امکان دی چې دغه سندرې د هغوی پر زړونو او ذهنونو اثر وکړي.

''يا خو عام ولس جرات نه لري چې هغه دردونه چې په زړونو کې يې پټ کړي وي، ووايي او يا بيا د هغو د اظهار په چل نه پوهېږي. نو يو هنرمند، که انځورګر وي، که شاعر او يا هم سندرغاړی يا موسيقار وي، کولای شي دغو ستونزو او دردونو ته يوه ژبه ورکړي. شاعر چې شعر وليکي، موسيقار ورته يو ښکلی کمپوز جوړ کړي او بيا په يوه خواږه غږ وويل شي، نو د هغه سندرې تاثير سېوا شي، هغه د اورېدونکو زړونو ته نېغه لار کوي.''

په وروستيو کې د سندرغاړي کرن خان د (باچا خاني پکار ده) سندره هم مقبوله شوه. نوموړی وايي، د دې سندرې جوړولو هدف يې پښتنوته د باچا خان افکار او تعليمات وريادول وو.

''زه په دې نه خوشالېږم چې زما دا سندره دې د يوې سياسي نارې په توګه وکارول شي، بلکې زما لپاره به دا ډېر د خوښۍ ځای وي چې پښتانه د باچا خان په پيغام پوهه او پر هغې عمل وکړي. د باچا خانۍ مانا مو په دې شعر کې اوريدونکو ته واضح کړي دي. موږ بايد خپلې ستونزې او د هغې حل-لارې خپل نوي نسل ته په ګوته کړو. هر هغه شعر چې د ټولنې د اصلاح او د ولس د فکر جوړونې خبره پکې وي، پښتانه سندرغاړي يې بايد ووايي.''

شاعر او سندرغاړی امجد شهزاد هم په پښتنو موسيقارانو او سندرغاړو غږ کوي چې په خپلو سندرو کې د پښتنو د ستونزو او د هغوی د حقونو خبرې راپورته کړي.

''هنرمند بايد خپل هنر د قام او وطن د ګټې لپاره وکاروي. شاعرانو خپله زمه واري تر ډېره پوره کړې، هنرمندانو هم دا اوازونه په يوه موثره او پسته ژبه وخت په وخت خلکو ته رسولي. زه بيا هم له خپلو هنرمندانو غواړم چې د ښو شعرونو انتخاب وکړي او ولس ته يې وړاندې کړي. په پښتنو کې چې دا نوې جذبه پيدا شوې، د دې د ژوندۍ ساتلو لپاره دا کار ډېر اړين دی.''

کتونکي ښکليو هنرونو ته د پيغام رسونې د يوه عمده او اغېزناکه وسيلې په توګه ګوري او باور لري چې د پښتو سندرو له لارې د وطن او نړۍ خلکو ته د سولې او ورورولۍ پيغامونه په ښه ډول لېږدول کېدای شي.

XS
SM
MD
LG