د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان او روس تعلقات به څه ګټې ولري؟


د پاکستان بهرنیو چارو وزیر خواجه محمد اصف
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر خواجه محمد اصف

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر خواجه محمد اصف د ګل په ورځد ماسکو څلور ورځنی سفر شروع کړی دی. د بهرنیو چارو وزارت لخوا د ګل په ورځ خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړی دغه سفر له خپل روسي سیال سرګې لاوروف په بلنه کوي چې پکې به په سیاسي چارو، تجارت او د دفاع پشمول یو شمیر معاملاتو کې د همکارۍ په هکله خبرې اترې کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا له پاکستان سره خپلې پوځی مالي مرستې ځنډولې دي او هڅه کوي چې د ترهګرۍ د مالي مرستو د نړیوالې څارنې په لېسټ کې یې هم شامل کړي.

د نړیوالو چارو پوه ډاکټر اعجاز خټک وايي له روس سره تر یو حده نزدې کېدل پاکستان ته ګټه رسولی شي خو د غربي نړۍ او په خاص توګه د امریکا متبادل نه شي کېدلی. نوموړی زیاتوي:

دا به راتلونکی وخت ثابتوي چې روس له پاکستان سره څومره مرسته کولی شي. خو دا خبره واضحه ده چې تر ټولو هېوادونو زیات تجارت پاکستان له امریکا سره کوي، نو که دغه ختمېږي روس به دغه تشه څنګه ډکوي. دوهم روس به له پاکستان سره دومره نزدې کېږي چې له هند سره یې پرې اړیکې نه خرابېږي.

بلخوا د دفاعي چارو څېړونکي وايي د پاکستان جنګي سازو سامان زیاتره له امریکا او غربي نړۍ اخېستل شوی نو دا په روسي نظام کې بدلول به ډېر ګران وي. ریټایرډ لیفټنټ جنرل طلعت مسعود په دې اړه وویل:

په جنګي سامونونو کې پاکستان په امریکا ډیره تکیه کوي، جنګي جهازونه او نورې وسلې یې زیاتره له امریکا او غربي نړۍ اخېستي دي. دا راز که د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ تعلقاتو کې کړکیچ زیاتیږي نو ممکنه ده چې له نورو غربي هېوادونو سره یې هم تعلقات کمزوري شي چې په نتیجه کې یې د پاکستان پوځي مرستې کمېدلی شي.

له تیرو څو کلونو راهیسې هند امریکا ته نزدې کېږي او پاکستان روس ته. له دې وړاندې هند د روس او پاکستان د امریکا نزدې اتحادي وو خو د څېړونکیو په اند د ۲۰۰۱م کال نیویارک ترهګر بریدونو وروسته په سیمه ایزو او نړیوالو اتحادونو کې بدلون تر سترګو کېږي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG