د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د بلوچستان پښتون مېښتو سيمو په خېبرپښتونخوا کې د ګډولو مخالفت نه کوو"


د عوامي نیشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان وايي د قبایلي سیمو په شان دې د بلوچستان پښتون مېشتې سیمې هم د خېبر پښتونخوا صوبې برخه وګرځول شي.

نوموړي دغه څرګندونې د فبرورۍ پر ۱۰مه د پېښور په نشترهال کې د ملګرو وکیلانو غونډې ته د وینا پر وخت کړي دي.
خو پښتونخوا ملي عوامي ګوند د قبایلي سیمو په خېبر پښتونخوا کې شاملولو مخالفت کوي. د دې ګوند د بلوچستان صوبايي اسمبلۍ یو غړی عبدالرحیم زیاتوال د اسفندیار ولي خان د دې وړاندیز په اړه وویل چې عوامي نېشنل ګوند دې په دې مسله یواځې خبرې نه بلکې عملي اقدامات وکړي.

"که عوامي نېشنل ګوند واقعي دا غواړي نو پکار ده چې موږ دواړه ګوندونه خپلو کې سره کښينو او د نکاتو په توګه په دې متفق شو، پر دې کار وکړو. دا ټول دپښتونخوا وطن برخه کړو، هم دا یې نوم کښېږدو او خپل ملي تشخص پیدا کړو."

زیارتوال وايي ګوند یې په پاکستان کې د پښتنو د یووالي په حق کې دی.

بلخوا د بلوڅانو ملتپاله ګوند بلوچستان نېشنل پارټۍ (مینګل ډلې) یو مشر ثنا بلوچ وايي، دوی د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو له خېبرپښتونخوا سره د یوځای کېدو مخالفت نه کوي:

"مونږ تل د دې حمایت کړی ځکه چې دا به ګټه ولري. پښتانه به هم یوځای شي، په بلوچستان کې به د پښتنو او بلوڅو تر منځ مشکلات نه رامنځ ته کېږي. په دې صوبه کې به د پاکستانی حکومت لپاره د افغان کډوالو ستونزه هوارولو کې مرسته وشي. د اسفندیار ولي خان دا وړاندیز په حقایقو مبني دی او زه د خپل ګوند او د بلوڅو د یو نماینده په حېث د دې مرسته کوم. موږ پر دې ګام هيڅ اعتراض نه لرو."

اسفندیار ولي خان د ملګري وکیلانو غونډې ته ویلي دي چې په پاکستان کې د پښتنو بېلې بېلې برخې یو ځای کول او یو وجود جوړول په کار دي ځکه چې دا د پښتنو په ګټه ده.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG