د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پدماوت ښکلا د پښتون باچا علاالدین خلجي زړه وړی


 ديپيکا پاډيکون د راني پدماوتی او شاهد کپور د مهارول رتن سنګ په کردار کې.
ديپيکا پاډيکون د راني پدماوتی او شاهد کپور د مهارول رتن سنګ په کردار کې.

د هندۍ سنيما فلم پدماوت په يوه اونۍ کې په ټول هېواد کې ريکارډ ۱۵۵ کروړه هندي روپیو زيات کاروبار کړی دی. دا فلم مشهور ډايرېکټر سنجې لیلا بنسالي جوړ کړي دي. په فلم وتلي ستوریو ديپيکا پاډيکون، شاهد کپور او رنوير سنګ کار کړی دی.

دا فلم د هند په تاريخي کيسه جوړ دی.

په فلم کې ديپيکا پاډيکون د راني پدماوتی شاهد کپور د مهارول رتن سنګ او رنونير سنګ د پښتون باچا سلطان علاو الدين خلجي (غلزي) کردار لوبولي دی.

دا فلم په تاريخي نظم پدماوت چې په ۱۵۴۰م کال کې مالک محمد جیسي Jayasi لیکلی وو جوړ دی. په فلم کې د یوې راجپوتې شهزادګۍ پدماوت له نورو ښځو سره په ګډه خپلځان ته اور اچولی وو. په هندې ژبه کې ورته جوهر ويل کېږي. پدماوت له سلطان علاو الدین خلجي څخه د خپلځان خوندي ساتلو لپاره اور ته اچولی وو.

په دې فلم ټولې ۲۱۵ کروړه هندي روپۍ لګېدلي دي.

دا فلم د دسمبر په مياشت کې نمایش ته وړاندېکېدو خو په هغه وخت کې لانجمن شو او پرضد یې مظاهرې هم شوې وې.

د فلم کيسه داسې ښودل شوې چې په ۱۳مه پېړۍ کې جلال الدين خلجي د افغانستان بادشاه وو او د ډيلي تخت ته د رسېدو لپاره یې پلان جوړولو.

هندۍ سنيما پوهانو د دې فلم په اړه جلا جلا نظرونه ورکړي دي. ځينو د پدماوت فلم عکسبندي خوښه کړې او ستايلی یې دی خو ځينو بيا د علاو الدين خلجي د يو بد مسلمان واکمن په توګه وړاندېکولو باندې تنقيدونه کړي دی.

د فلم کيسه داسې ښودل شوې چې په ۱۳مه پېړۍ کې جلال الدين خلجي د افغانستان بادشاه وو او د ډيلي تخت ته د رسېدو لپاره یې پلان جوړولو. پر ډيلي تر قبضې وروسته جلال الدين خپل وراره علاو الدين ته اجازه ورکړه چې د مغلو خلاف کاروايي وکړي خو علاو الدين د جلال الدين د اجازې پرته په ديوګيري بريد وکړ او په هغه ځای کې شهزادګۍ ونيسي او خپل حرم ته يې ولېږي.

جلال الدين په دي پوه شي چې علاو الدين په تخت قبضه کول غواړي نو ځکه کارا ته ځان ورسوي. په هغه ځاي کې جلال الدين خپل وارره ته يو غلام ملک کفور ډالۍ کړي. خو په هم هغه ځای کې جلال الدين ووژل شي او علاو الدين خپل ځان سلطان اعلان کړي.

په فلم کې بيا د پدماوتي ميور ته سفر او له رتن سنګ سره اړيکې ښودل شوې. د رتن يو شاهي مبلغ راګو چيتن له محله واېستل شي او هغه بيا سلطان علاو الدين ته د پدماوتي د کښلا (ښکلا) کيسې وکړي.

علاو الدين راجپوتانو ته بلنه ورکړي چې ډيلي ته ورشي خو هغوی انکار وکړي. په دې علاوه الدين غوسه شي او په چيتور د حملې حکم وکړي.

په دې فلم کې د ټولو واقعاتو عکسبندي شوې خو تاريخپوهان پر دې موضوع اختلاف لري.

XS
SM
MD
LG