د لاسرسي ځای

تازه خبر

"ترهګري او سختدريځي سوهېلي او منځنۍ اسيا دواړه ګواښي"


د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا نن په یو امنیتي کنفرانس کې د ګډون لپاره کابل ته رسېدلی دی.

په دې کنفرانس کې د افغانستان ترڅنګ د امریکا لوړ پوړي قوماندانان او د منځنۍ اسیا چارواکي هم ګډون لري.

په کنفرانس کې د سيمې په ځانګړې توګه په افغانستان کې د سولې او ثبات او د ترهګرۍ او سختدريځۍ د مخنيوي پر لارو چارو خبرې کېږي.

د مشال راډيو خبريال احمد شاه اعظمي دکابل پوهنتون له ښوونکي او د سيمه ييزو چارو له شنونکي پروفېسر نصرالله ستانکزي سره مرکه کړې او په لومړي سر کې يې د دې کنفرانس د ارزښت په اړه پوښتنه ورڅخه کړې ده.

"ترهګري او سختدريځي سوهېلي او منځنۍ اسيا دواړه ګواښي"
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:02 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG