د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لغمان نوي والي په کار پيل وکړ


د لغمان ولایت لپارهنوی والي محمد اصف ننګ د پېژندنې له مراسمو وروسته په کار پیل وکړ. نوموړي ژمنه وکړه چې د ولس په همکارۍ به په لغمان کې د ډاډمن امنیت او بيا رغونې په برخه کې فعاله ونډه واخلي.

د افغانستان د لغمان ولایت د نوي والي د پېژندنې په مراسمو کې د دغه ولایت د ولایتي ادارې په چارواکو سربېره په سلګونو تنو قومي مشرانو، ديني عالمانو او مدني فعالانو ګډون کړی و.
د افغانستان سيمه ييزې حکومتولي ادارې او مالي مرستيال روح الله نيازي نوي والي د پېژندنې په مراسمو کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ۸۴۵ ګڼې حکم ولوست.

دی وايي:
''د لغمان د والي په توګه د محمد اصف ننګ تقرر د مافوق رتبې په بست کې د دغه متن په اساس منظور دی.''

د لغمان پخواني والي محمد جبار نعيمي د لغمان ولایت له ولسونو وغوښتل چې له نوي والي سره د لغمان د بهبود لپاره مرسته وکړي:

''ما په خپل ماموریت کې د لغمان ولایت د مرکز او ولسواليو له خلکو سره پرلپسې مشورې کړي دي. د دوی د مشورو برکت و چې د دغه ولایت پاڼه بدله شوه او نوی رنګ يې خپل کړ. له تاسو ټولو نه مې هيله دا ده چې له نوي والي محمد اصف ننګ سره هر اړخيزه همکاري وکړئ.''

د افغانستان په ولسي جرګه کې د لغمان د خلکو استازي نقیب الله محبت نوي والي ته ډاډ ورکړ چې د لغمان ولس به ورسره په هره برخه کې همکاري کوي:

''د لغمان مجاهد او مسلمان ملت لکه څنګه چې له نعیمي صاحب سره ولاړ و، تاسره به هم ودرېږي او مرسته به درسره کوي. که هغه د امنیت په برخه کې وي او که د بیا رغونې په برخه کې وي.''

د لغمان والي محمد اصف ننګ په خپلو خبرو کې د لغمان له خلکو سره ژمنه وکړه چې خپله ټوله توانايي به د خلکو په خدمت کې صرف کوي:

''زه په دې امیدوار یم چې ستاسو حساب دقیق دی او ستاسو ګرفت منصفانه دی. په دې اساس باندې زه د ښه کار، پاک کار او ډېر کار ژمنه درکوم. ستاسو پر مخ مو دروازه همېشه خلاصه ده، شپه او ورځ کې مو چې څومره امکانات وي، په عالم اسباب کې او په عالم د امکاناتو او زما بېچاره په توان کې وي، هغه به انشاالله کوو.''

نوموړي زیاته کړه چې په لغمان کې به د امنیت د ټينګښت او د بيارغونې په برخه کې نه ستړي کېدونکي ګامونه واخلي.

XS
SM
MD
LG