د لاسرسي ځای

تازه خبر

شهباز شريف شمالي وزيرستان کې د ړنګ شوي ښوونځي د بيا جوړولو امر کړی دی


په سوات او قبايلي سيمو کې وسلوالو په سلګونو ښوونځي وران کړي دي. پخوانی انځور
په سوات او قبايلي سيمو کې وسلوالو په سلګونو ښوونځي وران کړي دي. پخوانی انځور

د پاکستان وزیراعظم د شمالي وزیرستان په شیوه سیمه کې د وسله والو لخوا د الوزول شوي سکول د زر تر زره په سرکاري مصرف د بیا جوړولو امر کړی دی.

د پاکستان سرکاري راډیو د مې پر ۱۰مه خبر ورکړی چې وزیراعظم شهباز شریف ویلي چې دوی به داسې هڅې بریالي کېدو ته نه پرېږدي چې د نجونو د تعلیم مخه نیسي. نوموړي زیاته کړې چې پر هغه سکول په برید کې لاس لرونکي دې ونیول شي او سزا دې ورکړل شي.

دا له هغه وروسته ده چې د مې اتمې په شپه ناڅرګندو وسله والو په شېوه سیمه کې د نجونو یو پرایمري سکول بارودي موادو الوزولی وو. د یادې سیمې خلکو مشال راډیو ته ویلي ول چې دا د هغې سیمې یوازینی ښځینه سکول وو چې په سلګونه نجونو پکې زده کړې کولې.
چا تر اوسه د هغې پېښې زمه واري نه ده منلې.

ځايي پولیسو د پېښې په اړه په رسمي توګه څه نه دې ويلي البته د شیوې پولیسو تاڼې یو چارواکي چې له رسنیو سره د خبرو کولو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط پېښه تاييد کړې او د مې پر ۹مه يې مشال راډیو ته ویلي وو چې دوی په دې اړه پلټنې پیل کړې دي.

د سکول د ودانۍ مالک بهادر خان پښتين د مې پر ۹مه مشال راډيو ته ویلي وو چې وسله والو ورته څو ځله ګواښونه کړی وو چې پر ټولنيزو رسنيو دې د ښوونځۍ اعلانونه یا نور معلومات دې نه خپروي: "دلته دا يوازېنۍ سکول وو، د خرابو حالاتو له کبله ښځينه استادانې نه راتلې او اوس وران شو چې له وجې يې جينکۍ له زدکړه څخه محرومه شوې."

تر دې وړاندې د ۲۰۲۳ز کال د مې پر ۲۱مه نېټه هم وسلوالو د شمالي وزیرستان میرعلي په حسوخېل او مسکي کې د نجونو دوه سکولونه په بارودو الوځولي ول.

په شمالي وزیرستان او د خيبر پښتونخوا په سوات او نورو قبايلي سيمو کې وسلوالو طالبانو د جینکو په سلګونو سکولونه وران کړي دي.

په دې وروستيو کې په شمالي‌ وزیرستان او نورو قبايلي سيمو کې د وسله والو فعاليتونه زیات شوي دي. ځايي‌ خلکو، سیاسي ګوندونو او پښتون ژغورنې غورځنګ د ناامنيو پر ضد په بېلابېلو وختونو کې احتجاجونه کړي دي. د پاکستان پوځ ويلي چې د وسله والو د بریدونو مخنيوي لپاره هدفي عمليات کوي.

XS
SM
MD
LG