وکیل علي احمد کاکړ: پښتانه او بلوڅ زده کوونکي راخوشې شول خو پلټنې لا پاتې دي
په پنجاب پوهنتون کې د پښتون بلوڅ کونسل د زده کوونکیو وکيل علي احمد کاکړ وايي چې د دوشنبې په ورځ یې د لاهور له کوټ لکپټ زندانه هغه ۱۲ زده کونکي هم راخوشې کړي چې پوليسو په پنجاب پوهنتون کې نيولي ول. د نوموړي په خبره له دې سره ټول نيول شوي ټول ۲۰۸ زده کونکي چې ۸۵ فيصده يې پښتانه دي او پاتې هغه یې بلوڅان دې راپرېښودل شول ، خو زیاتوي چې اوس به یوه کمېټۍ جوړېږي چې د جنورۍ په ۲۱مه نېټه د اسلامي جمعیت طلبه او د پښتنو – بلوڅو کونسل ترمنځ د نښتې پلټنې وکړي. د اسرار عالم راپور