د پاکستان شماریاتو ادارې کې د سرشمېرنې کمېشنر حبیب الله خټک وايي، د مارچ په پنځلسمه نېټه کېدونکې سرشمېرنې پر وخت چې پښتانه په کومه صوبه کې وي، نو هم هلته به شمېرل کېږي.
د زيارت په ورځ ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي وو، د باليسټک توغنديو د ازموينې پر سر يې ايران ته رسمي خبرداری ورکړی دی.
د روسۍ ژبې یو متل دی چې په بحث کې ريښتیا پیدا کېږي. موږ چې یوه موضوع سوشل میډیا ته وړاندې کوو نو د دې لپاره نه چې یو بل ته کنځل وکړو بلکې خاص د دې لپاره چې ورباندې په دلیل بحث وکړو.
د کارپوهانو په اند پاکستان نه غواړي چې پرې بنديزونه ولګېږي او يا پرې امداد بند شي.
کله چې کابل کې د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي فرانز مايکل ميلبن په دې وروستيوو کې يو افغان تلويزون ته وويل چې دوی افغانستان کې د غيرمتمرکزه حکومت ملاتړ کوي نو ډيرو افغانانو فکر وکړ چې د هغه خبرې غلطې تعبير شوي.
په دې ورستیو کې د خېبر پښتونخوا وزیراعلا پرویز خټک یوه سمري لاسلیک کړی چې ترمخه به یې په سکولونو کې له اول نه د پنځم جومات پوری د قران شریف ناظره او له شپږم نه تر لسم جوماته پوری د قران شریف ترجمه لازمي ورګرځول شي.
انټر فېکس خبري اژانس د نامالومو سرچينو له خولې ويلي، پر دواړو چارواکیو شک دی چې د امريکا استخباراتي ادارې سره يې مرسته کړې ده.
سيند اسمبلۍ پرون د سه شنبې په ورځ منظور کړي قانون ترمخه به په هره هغه سزا بندېز وي چې ماشومانو دردوي يا په داسې کوم حالت کې ودرول کېږي چې ماشومانو ته پرې تکليف رسېږي. دا قانون به په سرکاري، غېرسرکاري، د ماشومانو د روزنې په ادارو او ورسره په مذهبي مدرسو کې په يو وخت عملي کيږي.
د ولسي خپلواکيو او جمهوریت د څار ادارې فریډم هاوس په خپل تازه راپور کې ویلي، روس یو داسې هیواد چې له ولسي او سياسي حقونو يي سرغړونه کړې ده.
ډاکټر ذاکر الله وايي چې په خېبر پښتونخوا کې اوس هم داسې ډېر ځايونه شته چې د نړيوال معيار سره سم ارزښت لري خو دا لا هم د يونیسکو د نړيوال ثقافتي اثارو په نوملړ کې نه دي شامل کړل شوي.
د خیبر پښتونخوا ماشومانو خونديتوب او سوکالۍ حکومتي څانګه وايي که څه هم په صوبه کې د ماشومانو پر مزدورۍ د بنديز قانون شته خو د دې باوجود له ماشومانو مشقت اخستل کيږي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته