دا ځل دسولې په لور خپرونه کې د سخت دريځۍ او بنسټ پالنې د سببونو او مخنيوي پر لارو چارو خبرې لرو. د دې خپرونې کوربه بشيرګواښ دی او تاسي يې هره يکشنبه يا اتور او هره دوشنبه يا ګل په ورځو له مشال ريډيو اوريدلی شئ.
سولې پر لور ننۍ خپرونه کې پر ماشومانو د تشدد د اغېز په اړه خبرې کوو. دا خپرونه درته بشيرګواښ جوړوي او تاسي يې د هرې یکشنبې او هرې دوشنبې په ورځو له مشال ريډيو اوريدلی شئ.
صايمه منير وايي، د ښځو د خونديتوب قانون کې داسې نيمګړتياوي دي چې که څوک د ناموس په نوم ښځه و وژني نو هغه له سزا بچ کېدلای شي.
پښتون تاريخپوه او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د سیند څانګې مرستيال سیکرېټري عبدالعلي غورغښتي مړ شو.
دا دوم ځل دی چې ولاديمير کارا مورزا ناروغه کېږي او کورنۍ او دوستان يې تور لګوي چې هغه ته قصدا زهر ورکړل شوي دي.
يو ځل مې دا " دا زه پاګل وم " په نوم کتاب په نظر شو، زړه مې پرې وراغی. کتاب مې رواخېستلو، په ټوله لار مې تادي وه چې کور ته به څه وخت رسم چې دا کتاب ولولم.
تاکل شوې، د فبرورۍ پر پنځلسمه به په ماسکو کې د پاکستان، روس او چين ترمنځ د افغانستان په اړه درې اړخیزه غونډه کېږي. تر دې وړاندې هم ورته غونډه شوې وه چې ورباندې افغانستان اعتراض کړی وو. پوښتنه دا ده چې روس ولې په سيمه کې مخکښه رول لوبول غواړي او اغېز به يې څه وي؟ دا موضوع د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفند يار ولي خان، د پاکستان د دفاعي چارو پوه سيد نذير او په کابل کې د سولې او شخړې مطالعاتو مرکز څېړونکي حکمت الله اعظمي سره بحث شوي ده.
سعودی ګزټ بیا په خپل یو رپورټ کې تور لګولی چې په دې کې ځيني پاکستانیانو د اسلامي دولت وسله والې ډلې یا داعش سره تړاو درلوده. د یادې ورځپاڼې د رپورټ ترمخه یو شمېر پاکستانیان د نشۍ توکیو په قاچاق، غلا، جعلسازۍ او د جسماني تشدد په کېسونو کې ککړ وو.
د قامي اسمبلۍ غړی شاه جي ګل اپريدی د فاټا په خېبر پښتونخوا کې د شاملېدو ګټې تشرېح کوي.
پخوانی سفارتکار اياز وزير د فاټا په خېیبر پښتونخوا کې د شاملولو او يا جلا صوبې جوړېدولو ګټې بيانوي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته