د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سکولونو کې د قران ناظره او ترجمه لازمي کیږي


صوبايي حکومت وايي تمه ده چې د کابینې له منظورۍ وروسته به په راتلونکي تعلیمي کال کې دا فېصله عملي کول شورو شي. د اکوړي حقانیه مدرسې منتظم مولانا یوسف شاه د حکومت د دې ګام ستاینه کړی ده او وايي: ((مونږ دا هیله لرو چې که دا ماشومان کوشش وکړي نو که ټول قران په ترجمه زده نه کړي هم تر څه حده خو به د قران زدکړی حاصلې کړي. او په دین به تر ډیره حده پوری پوه شي. که یوه سپاره زده کړي، که دوه او که لس نو هم د ماشوم ګټه ده او هم د حکومت هم.))

هلته په چارسده کې د یوې دیني مدرسې منتظم مفتي عبدالله شاه وايي د عصري تعلیم ترڅنګه د مکمل دیني تعلیم لپاره دا وخت کم دی خو بیا هم ماشومان به تر ډیره حده دیني زدکړی ترلاسه کړي.

(( پنځه کاله پوره نه دي، خو څه نا څه فایده به وشي. پوره پوهې لپاره د قران شریف ترڅنګ نور کتابونه هم ویل پکار دي. نو په دې پنځه کاله کې د قران ترجمه تر څه حده کولی شي خو مکمل پوهه وخت غواړي. خو بیا هم دا ګټه لري))

بلخوا د تعلیم ماهرین وايي که د قران شریف ترجمه د لازمي مضمون په توګه ګرځول کیږي نو بیا به یې سرته رسول هم لازمي وي او که کوم ماشوم یې نشي کولی نو فیل به تصور کیږي چې د اندیښنې وړ ده.

د تعلیم پخوانۍ وزیره او د صوبايي اسمبلۍ موجوده غړی معراج همایون خان په دې اړه وویل چې په سکولونو کې ماشومانو ته په ناظره قران شریف زده کول یو ښه ګام دی خو په ترجمه قران زده کول به د ماشومانو لپاره مشکل وي.

(( په سکولونو کې ماشومانو ته د قران ناظره ښودل لويي کار دی چې د حکومت په نګرانۍ کې وشي نو لا به ډیره ښه وي. ځکه چې په جوماتونو کې ماشومانو ته ډیره توجو نه میلاویږي. خو دا چې د قران شریف مکمل ترجمه یا په عربۍ لیک لوست هم لازمي شي نو دا به د ماشومانو لپاره ډیره ګرانه وي))

زیاتره دیني عالمان او د عصري تعلیم ماهرین په دې نظر دې چې په سکول کې د قران شریف ناظره او تر څه حده ترجمه به د نوي کول لپاره ډیره ګټه وره وي ځکه چې دا راز به زده کوونکي د نورو فرقو یا مذهبونو خلاف له کرکې بغیر دیني زدکړی ترلاسه کړي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG