د لاسرسي ځای

تازه خبر

يونیسکو د پاکستان اته ځايونه په لرغونیو اثارو کې شامل کړل


د تخت بی لرغونې ودانۍ
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:59 0:00

د تخت بی لرغونې ودانۍ

د ملګرو ملتونو د تعليم، ساينس او فرهنګ ادارې (يونېسکو) د کلتوري او قدرتي ارزښت وړ اته پاکستاني ځايونه د نړيوال ثقافتي اثارو په نوملړ کې د شاملولو منظوري ورکړې ده.

په اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو ادارې يونیسکو يو چارواکي جواد عزيز د ګل په ورځ مشال رېډيو ته وويل چې د پاکستان له خوا ورکړل شوي دغه اته ځايونه په ازمايښتي نوملړ يا فهرست کې شامل کړل شوي دي او هم دا يې لار ده، يونېسکو چې وروستو د نړيوال ثقافتي ورثې د ځايونو ټاکنه کوي نو هم د دې فهرست نه ځايونه پورته کوي.

"يو فهرست داسې دی چې په هغې شپږ ځايونه دي او په بل اتلس، دغه دوېم نوملړ يا فهرست ازمايښتي وي او هم په دغه کې اته نور ځايونه شامل کړی شوي دي او داسې د دغه ځايونو شمېره شپږويشت ته رسېدلې ده، هر هغه ځای چې د نړيوال ثقافتي ورثې په فهرست کې شاملولی شي هغه د ازمايښتي فهرست نه پورته کول کېږي، وړومبی د يو هېواد له خوا يونېسکو ته دا ويل کېږي چې دا يې هغه ځايونه دي چې د نړيوال معيار ارزښت لري ۔ دا وار پاکستاني حکومت دا غوره کار کړی چې قدرتي ځايونه يې پکې هم اچولي دي کوم چې وړاندې نه وو."

د يونېسکو دا پرېکړه په پاکستان کې موجود لرغوني اثارو دپاره څومره مثبت ګام دی او نور کوم داسې ځايونه شته چې د نړيوال کچ ارزښت لري، په دې اړه د پېښور پوهنتون د لرغونو اثارو د څېړنې څانګې استاذ او د پوهنتون د ارکيالوجي موزيم مشر ډاکټرذاکرالله مشال رېډيو ته وويل چې د پاکستاني خلکو سره سره اوس دا ځايونه په نړيوال کچ هم ارزښتناک شو او هم د دې لارې پاکستان نه يواځې د دې ځايونو د ساتنې دپاره نړيوال تنظيمونه راوستل شي بلکې د دې د لارې به اوس په نړۍ کې د پاکستان يو ښه نوم لاړ شي.

ډاکټر ذاکر الله وايي چې په خېبر پښتونخوا کې اوس هم داسې ډېر ځايونه شته چې د نړيوال معيار سره سم ارزښت لري خو دا لا هم د يونېسکو د نړيوال ثقافتي اثارو په نوملړ کې نه دي شامل کړی شوي بايد د دغې دپاره هم په صوبايي او مرکزي کچ عملي ګامونه پورته کړی شي

"په دغه فهرست کې د خېبر پښتونخوا يواځې د تخت بۍ اثار او لږه برخه د ټېکسلا شامله ده، زموږ سره د سوات، دير او چکدرې چې کوم اثار دي هغه لوی ارزښت لري ، دغسې د چترال کېلاش کې چې کوم لرغوني ځايونه دي، په ډېره اسماعيل خان کې رحمان ډېرۍ يو داسې ځای دی چرته چې د سيند د تهذيب (انډس سولائزېشن) پېل شوی او دا په ټوله سوېلي اېشيا کې يو ځانګړی ځای دی."

ډاکټر ذاکر الله وايي چې په قبايلي سيمو کې هم يو شمېر داسې تاريخي ځايونه شته چې که هلته څېړنه وشي نو عالمي معيار غوره او ارزښتناک لرغوني اثار بياموندلی شي خو لا صوبايي د کلچر ډايريکټرېټ په دغه سيمو کې د کار کولو اجازت نه لري او بل هلته لا حالات دې ته سم نه دي چې د کنستلو کار پکې وکړی شي

د نوموړي په وېنا چې هلته به خامخا لرغوني اثار وي خو چا پرې کار نه دی کړی ځکه چې کوم صوبايي قانون دی هغه اجازت نه ورکوي او بل حالات هم سم نه دي، په مومندو او باجوړ کې داسې لرغوني ځايونه موندل شوي دي خو لا هم د دې په سمه توګه کنستل يا سروۍ نه ده شوې نو ځکه يې مونږ د ارزښت پته نه شو لګولی.

د ذکر ده چې د پاکستان د لرغوني اثارو او موزيم محکمې تېر کال د دسمبر په مياشت کې د يو وړانديز په توګه يونيسکو ته د پاکستان اته ځايونه وړاندې کړي وو چې دا دې د نړيوال ثقافتي اثارو په نوملړ کې شامل کړی شي کوم چې اوس د يونېسکو له خوا منظور کړی شول.

په دغه ځايونو کې د چولستان دراوړ قلعه، د بلوچستان هنګول کلتوري ځايونه، د سيند صوبې نګرپارکر د صحراګانو سيمه، ګلګت بلتستان کې قراقرم او ديوسايي نېشنل پارک، د بلوچستان د زيارت او جونيپر ځنګلونه، کاريز سیسټم او ورسره پنجاب کې موقعيت لرونکی د کهېوړه مالګې کان شامل دي.

XS
SM
MD
LG