د لاسرسي ځای

تازه خبر

"نيول شويو روسي چارواکيو د امريکايې استخباراتو مرسته کړې"


انټر فېکس خبري اژانس د نامالومو سرچينو له خولې ويلي، پر دواړو چارواکیو شک دی چې د امريکا استخباراتي ادارې سره يې مرسته کړې ده.

د روس د هغو نيول شويو استخبارتي چارواکیو چې ورباندې د غدارۍ تورونه دي،په اړه روانو پلټنو کې د سېشنبې په ورځ يو نوی پرمختګ شوی دی.

انټر فېکس خبري اژانس د نامالومو سرچينو له خولې ويلي، پر دواړو چارواکیو شک دی چې د امريکا استخباراتي ادارې سره يې مرسته کړې ده.

دغه غير تصديق شوی خبر د روس په امنيتي کړيوکې دننه د ممکنه هلو ځلو او پټې سياسي اېجنډا په زیاتېدونکې توګه د پر مخ وړلو اشاره ورکوي.

تر ننه پورې د روس چارواکيو يا قانون نافذونکو ادارو د امنيت فېدرالي ادارې د دوو نيول شويو چارواکيو سرګی ميخايلوف او دوکوچایو او د هغو د ادعا شويو ملګرو په اړه په رسمي توګه څه نه دي ويلي.

خو البته د روس مختلفو رسنيو د نامالومو سرچينو په حواله ويلي، کېدای شي دوی له هغو هېکرانو سره تړاو لري چې د روس شتمن او ځواکمن کسان په نښه کوي او ممکن ده هم دوی د امريکا پر انتخاباتي نظام باندې د ساېبر بريد په اړه مالومات په ډاګه کړي وي.

دا راپورونه په داسي حال کې راغلي چې د جنورۍ میاشتې په لومړيو کې د امريکا استخباراتي ادارو څېړنې ويلي وو چې روس د دونلډ ټرمپ د کاميابولو او د هغه سيالې هيلري کلنټن د ناکامولو په مقصد د هېکنګ کمپاين يا انټرنيت له لارې د مالوماتو غلا کولو پلان جوړ کړې وو.

که څه هم نامالومو سرچينو پر ميخايل او دوکوچایو لګول شوي تورونه په ښکاره توګه د ډېموکراټ ګوند کمپيوټري نظام ته د ورننوتلو سره نه تړلي خو البته نو ويا ګزېتا ورځپاڼه راپور ورکوي چې ښايي دوی د امريکا پر انتخاباتي نظام باندې له حملو سره تړاو لري.

د روس بېلا بېلو رسنيو د نا څرګنده سرچينو پر اساس د روس د امنيتي خدماتو فېدارالې ادارې يوازي دوو چارواکيو ميخايل او دوکو چويا نومونه ياد کړي خو د رسنيو راپورونه دا اشاره هم ورکوي چې ښايې هم په دې دوسيه کې په مجموعي توګه وار له مخه شپږ کسان نيول شوي دي.

XS
SM
MD
LG