د لاسرسي ځای

تازه خبر

'که ماشومان مزدوري نه کوي نو څه به خوري؟'


د خیبر پښتونخوا ماشومانو خونديتوب او سوکالۍ حکومتي څانګه وايي که څه هم په صوبه کې د ماشومانو پر مزدورۍ د بنديز قانون شته خو د دې باوجود له ماشومانو مشقت اخستل کيږي.

د دې څانګې مرستيال مشر اعجاز محمد خان وايي دوي غواړي چې غريبو کورنېو ته مالي مرستې ورکړي چې دارنګ له خپلو کم عمره بچو مشقت اخېستل بند کړي خو د ده په خبره په دې لار کې تر ټولو غټه مسله د وسايلو د کمښت او لومړيتوب ده.

اعجاز محمد خان وايي سياسي ګوندونو ته هم پکار دي چې په حکومت کې تر راتلو مخکې ماشومانو ته لومړيتوب ورکول او ژوند يې ښه کول د خپل منشور برخه وګرځوي.

دا په داسې حال کې ده چې د خیبر پښتونخوا او پنجاب حکومتونو وروسته سيند اسمبلۍ هم د شورو پر ورځ د څوارلس کالو نه کم عمره ماشومانو په مزدورۍ د بندېز قانون منظور کړ.

د دې قانون له مخې څوک چې له ماشومانو مشقت اخلي نو ورته به د شپږ مياشتو قيد او تر پنځوستو زره روپو سزا ورکول کېږي خو که څوک د کوم ماشوم نه خطرناکه کارونه اخلي نو هغه ته به تر دريو کالو پورې د قېد او يو لک روپو جرمانې سزا ورکول کېږي.

خو د سپارک په نامه د ماشومانو د خونديتوب ټولنې سيمه ييز مشر جهانزيب خان وايي يوازې په قانون سازۍ نه کيږي.

د ده په خبره تر څو چې د غريبو کورنيو لپاره د روزګار او مالي مرستو بندوبست نه وي شوی نو تر هغو به له ماشومانو مشقت اخستل کيږي.

همداراز څرګندونې په پېښور کې د ماشومانو خېر ښيګړې لپاره کارکونکې پلوشه عباس هم کوي.

نوموړې وايي که ماشومانو ته وړيا تعليم ، هنرونه او کورنيو ته يې د ورځې درې وخته خوراک ورکړل شي نو کېدې شي چې دغه ماشومان مزدوري کول پريږدي.

د خېبر پښتونخوا ماشومانو خونديتوب او سوکالۍ حکومتي څانګې مشر وايي دوي ((زموږ کور)) په نامه يوه اداره جوړه کړې چې له داسې ماشومانو سره مالي مرستې کوي چې په مشقت بوخت وي.

نوموړی وايي له ځينو ماشومانو سره د زکات ورکونکو څانګو لخوا هم مرستې کيږي خو د ده په خبره په دې برخه کې لا هم ډير کار پاتې دی.

XS
SM
MD
LG