د امريکې د بهرنيو چارو وزارت د بشري حقونو په اړه خپل تازه رپورټ کې د پاکستان په اړه ويلي چې امنيتي ځواکونو په قبايلي سيمو، خيبر پښتونخوا پنجاب او بلوچستان کې د روانو بې امنيوو په تړاو ماورای عدالت وژنې کړې دي.
په لاهور ښار کې د پاکستانسپر ليګ کرکټ د سياليو د فاینل لوبې اعلان شوی دی. په 2009 کې د سري لنکا د کرکټ په لوبډله د وسله وال برید وروسته په اول وار دغه ډول سیالۍ کیږي چې لوجې یې خلک ډیر خوشاله دي او د دغه لوبې د کتلو لپاره د ټکټونو اخیستلو هڅې کوي.
رانا ثناوالله وويل، په تېر يو کال کې د پنجاب قانون نافذونکو ادارو د پنځلس لاکه کسانو د شناخت عمل ترسره کړی چې د ده په وينا ډېری یې پنجابيان ول.
په اسلام اباد کې د چارشنبې په ورځ د قتصادي همکارۍ سازمان سرمشريزه کې د غړيو هېوادونو ترمنځ د رابطو او تجارت پر زياتولو سلا وشوه. دا په داسې حال کې ده چې امنيتي اندېښنو له کبله پاکستان له افغانستان سره د تورخم او چمن لارې لا هم تړلې دي. هم دغه شان افغانستان ددې سازمان د منځنۍ اسيا غړيو هېوادونو ته د رسېدو يوه مهمه لار ده. د غړيو هېوادونو خپل منځي سياسي اختلافات د سازمان اقتصادي هدفونو په مخ کې څومره لوی خنډ دي؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې په اسلام hباد کې د اقتصادي چارو پوه جاويد اقبال او په پېښور کې د سياسي چارو پوه ډاکټر خادم حسين سره څېړل شوي دي.
د خیبر پښتونخوا صوبې هغه ښځې چې کورنۍ یا نورې ستونزې لرې پر دغه ټېلیفوني شمېره 0919212026 دې سرکار ته خپل مسله بیان کړي
د سرمشريزي په پای کې يوه اعلاميه خپره شوه چې پکې د ترهګرۍ، سختدريځۍ او نشيي توکیو د مخنیوي په لړ کې پر ګډو همکاريو اتفاق شوی.
د افغانستان او پاکستان سوداګر وايي، د تورخم او چمن لارو تړل کېدو دوه اړخيزه تجارت اغېزمن کړی دی.
د تورخم دروازې پرانیستو لا هم هېڅ امکان نه ترسترګو کېږي او چې کله یې د خلاصیدو امر وشي نو ولس ته یې اطلاع ورکړي.
د خيبر پښتونخوا د انفارمېشن ډائريکټريټ مرستیال ډايريکټر او د دې پروژې کوارډينېټر باسط خليل مشال رېډيو ته وويل چې په دې زدهکړو کې به دوی ته د کمپيوټر له بنيادي زدهکړو سره نور درخواست سا اپليکېشن جوړولو طريقې هم ښودل کېږي.
احمد وقاص ګورايا له هغو پينځو فعالانو یو وو چې د جنورۍ په میاشت کې په پاکستان کې لا درکه کړل شوی وو.
په دې حالاتو کې دا پوښتنې راپورته کیږي چې په پاکستان کې عدالتونه، ججان او وکیلان څومره محفوظ دي؟ او دوی په دې حالاتو کې د وسله والو پر ضد د مقدمو چلولو څومره توان لري؟
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سنېټر عثمان خان کاکړ وايي، دوی په سېنټ کې حکومتي چارواکي ته په ډاګه کړي چې په ټول ملک او په ځانګړې توګه په پنجاب کې دې پښتانه نه ځورول کېږي. نوموړي وویل، د پاکستان حکومت ته چې د ترهګرۍ پرضد کوم عملیات په کار دي هغه د پښتنو پرضد کوي. نوموړ
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته