د خدايي خدمتګارتحريک مشر باچا خان په ۱۹۸۲م کال کې زما ( ژوند او جدوجهد) په نوم کتاب چاپ کړ چې پکې يې د انګرېزانو پرضد د خپلې مبارزې کيسه ليکلې ده. دا کتاب تر چاپ له مخه تر کومو پړاوونو تېر شو؟ په دې اړه عبدالحي کاکړ له جمعه خان صوفی چې د کتاب د چاپېدو په چارو کې شامل وو، سره مرکه کړې ده.
د پاکستان وروستي تورونو په اړه احمدتکل د حکومت د اجرائیه ریاست له مرستیال ویاند جاوید فیصل سره په مرکه کې د افغان حکومت نظر پوښتلی.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پنجشنبې په ماښام جرمني ته ولاړ څو د مونیخ په دري پنځوسم امنیتي کنفرانس کې ګډون وکړي.
په ښارونو کې نن سبا د کتابونو تر دوکانونو د وسلو دوکانونه زيات ليدل کېږي او په کتابپلورنځيو کې ډېر لږ داسې ليدل کېږي چې ...
په پاکستان کې يو ځل بيا ترهګر بريدونه زيات شوي دي.په دې هېواد کې د ترهګرۍ ضد ملي تګلارې د شتون سربېره هم تشدد پېښې ,لې زياتې شوې.؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې له خبريال حق نواز خان او د پېښور پوهنتون سمييزو چارو څانګې مشر ډاکټر سرفراز خان سره څېړل شوې دي.
د بشري حقونو د څار نړيوالې ادارې پخپل تازه رپوټ کې تور پورې کړى، وايي تېر کال چې له پاکستانه شااوخوا ...
د انساني حقونو د څار اداری هیومن رایټس واچ خپل یو تازه رپورټ کې تور پوری کړی چې له پاکستانه افغان کډوال په زور ایستل کیږي او د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره /یو این ایچ سي آر/ په دې عمل خاموشه ده نو داسې ښکاري چې هغه هم ورسره په دې سلا ده.
د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان مشال ريډيو ته وويل، له خپلې مخې منځګړتوب نه شي کولی که کابل او اسلام اباد ورته ووايي نو حاضر دی. خو زیاتوي چې د پاکستان، افغانستان او هند ترمنځ د اړیکو ښه کولو په لړ کې باید چين خپل کردار ادا کړي.
د والنټاین ورځې په اړه په پاکستان کې دوه نظرونه مخې ته راغلي یوه ډله وايي چې دا مغربي رسم دی او له دې ځان ژغورل پکار دي نو د بلې ډلې وینا ده چې باید د کرکو او نفرتونو پرځای مینه خوره کړل شي.
دا ځل دسولې په لور خپرونه کې د سخت دريځۍ او بنسټ پالنې د سببونو او مخنيوي پر لارو چارو خبرې لرو. د دې خپرونې کوربه بشيرګواښ دی او تاسي يې هره يکشنبه يا اتور او هره دوشنبه يا ګل په ورځو له مشال ريډيو اوريدلی شئ.
سولې پر لور ننۍ خپرونه کې پر ماشومانو د تشدد د اغېز په اړه خبرې کوو. دا خپرونه درته بشيرګواښ جوړوي او تاسي يې د هرې یکشنبې او هرې دوشنبې په ورځو له مشال ريډيو اوريدلی شئ.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته