په دې ورستیو کې د خېبر پښتونخوا وزیراعلا پرویز خټک یوه سمري لاسلیک کړی چې ترمخه به یې په سکولونو کې له اول نه د پنځم جومات پوری د قران شریف ناظره او له شپږم نه تر لسم جوماته پوری د قران شریف ترجمه لازمي ورګرځول شي.
انټر فېکس خبري اژانس د نامالومو سرچينو له خولې ويلي، پر دواړو چارواکیو شک دی چې د امريکا استخباراتي ادارې سره يې مرسته کړې ده.
سيند اسمبلۍ پرون د سه شنبې په ورځ منظور کړي قانون ترمخه به په هره هغه سزا بندېز وي چې ماشومانو دردوي يا په داسې کوم حالت کې ودرول کېږي چې ماشومانو ته پرې تکليف رسېږي. دا قانون به په سرکاري، غېرسرکاري، د ماشومانو د روزنې په ادارو او ورسره په مذهبي مدرسو کې په يو وخت عملي کيږي.
د ولسي خپلواکيو او جمهوریت د څار ادارې فریډم هاوس په خپل تازه راپور کې ویلي، روس یو داسې هیواد چې له ولسي او سياسي حقونو يي سرغړونه کړې ده.
ډاکټر ذاکر الله وايي چې په خېبر پښتونخوا کې اوس هم داسې ډېر ځايونه شته چې د نړيوال معيار سره سم ارزښت لري خو دا لا هم د يونیسکو د نړيوال ثقافتي اثارو په نوملړ کې نه دي شامل کړل شوي.
د خیبر پښتونخوا ماشومانو خونديتوب او سوکالۍ حکومتي څانګه وايي که څه هم په صوبه کې د ماشومانو پر مزدورۍ د بنديز قانون شته خو د دې باوجود له ماشومانو مشقت اخستل کيږي.
د خېبر پښتونخوا د سواداګرو اتحاديې مشر حاجي محمد افضل وايي، د افغان کډوالو ستنېدنې د کاروبار پر هر اړخ منفي اغېز کړی دی.
تېرېزا مې د روس له لورې د کرايميا په ځان د ګډولو پر ګام کلکې نيوکې وکړې.
که څه هم قبایلي خلک له ډېرې مودې راهیسې دغو سیمو کې د اصلاحاتو غوښتنه کوي خو په دې ورستیو کې قبایلي مشران او سیاستوال د بدلون په اړه د اختلافاتو ښکار دي.
د افغانستان د ملي امنيت شورا وياند تواب غورځنګ وايي افغان امنيتي ځواکونه د بهرنيوو وسله والو د فعاليتونو په مخنيوي بوخت دي خو ګاونډي هيوادونه بايد د ترهګرو د ملاتړ پاليسي پريږدي. ښاغلي غورځنګ سره بشير ګواښ مرکه کړې او په سر کې يې ترې پوښتنه کړې چې دا مهال کومې وسله والې ډلې افغانستان کې شتون لري؟
افغان چارواکي وايي امنيتي ځواکونو يې په سيمه کې د بې امنۍ خوريدو مخنيوي لپاره د ترهګرو ډلو خلاف سخت عمليات کړي خو جګړه مارو سره د ګاونډيو اړيکې د دوی مبارزه کې خڼدونه پيدا کړي.
د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هندي وزيراعظم نريندرمودي ته د واشنګټن د سفر بلنه ورکړې ده. که څه هم په دې اړه لا هم د پاکستان غبرګون مخې ته نه دی راغلی خو اسلام اباد تل د امريکا او هند پراخېدونکو اړيکو ته حساسيت ښودلی دی. د ښاغلي ټرمپ دغه اقدام به د اسلام اباد او واشنګټن او په عمومي توګه پر ټوله سيمه څه اغېز وکړي؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د سياسي چارو پوه ډاکټر اعجاز خټک او پخواني ډپلوماټ اياز وزير سره څېړل شوې دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته