د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان له ټرمپ ادارې څه تمې لري


د امريکا ولسمشر ډونلد ټرمپ
د امريکا ولسمشر ډونلد ټرمپ

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت وايي چې د امريکا له نوي حکومت سره د ښه اړيکو په اړه هيله من دي او له ټرمپ ادارې سره به د دوه اړخيزه اړیکو پياوړيکولو لپاره کاروکړي. خو کارپوهان وايي چې په موجوده وخت کې د پاکستان په اړه د امريکا تګلاره څرګنده نه ده نو د پاکسان حکومت کوښښ کوي چې له ټرمپ ادارې سره زر تر زره رابطه وکړي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند نفيس ذکريا
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند نفيس ذکريا

د کارپوهانو په اند پاکستان نه غواړي چې پرې بنديزونه ولګېږي او يا پرې امداد بند شي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند نفيس ذکريا د زيارت په ورځ ويلي چې له امريکا سره ښي اړيکې لري او نوي ادارې سره به د اړيکو پياوړي کولو لپاره په ګډه کار وکړي.

تر دې وړاندې هم د پاکستان وزيراعظم بهرنيو چارو سلا کار سرتاج عزيز له مشال راډيو سره په خبرو کې ويلي ول چې د امريکا له نوي حکومت سره به ژر تر ژره د رابطې کولو کوښښ کوي. خو د دواړو هيوادونو ترمنځ په رسمي توګه رابطه نه ده شوي.

په اسلام اباد کې د سيمه ايزو چارو پوه طلعت مسعود وايي چې پاکستان به هڅه کوي چې له امريکا سره ښي اړيکې ولري خو دا پوښتنه راپورته کېږي چې ايا د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې به پرځای پاته شي او که نه.

(د پاکستان په اړه د امريکا ولسمشر ټرمپ په پالېسيوکې ابهام او اندېښنې موجود دي، چې دا به څه رنګه وي. زما په اند په دې وخت کې پاکستان به هر ممکن کوشش کوي، چې له ټرمپ ادارې سره رابطه وکړي او دا خپل دريځ به ورته روښانه کړي او له امريکا سره د معقولو اړيکو ساتلو هڅه وکړي. ايا په دې کې به پاکستان بريالی شي او که نه؟ دا پوښتنه پر خپل ځای موجوده ده.)

پاکستان له امريکا تمه لري چې بنديزونه پرې و نه ولګوي

د کارپوه طلعت مسعود په خبره د ټرمپ ادارې لخوا د هند او په نورو مسلو د څرګند دريځ وروسته به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو نوعيت روښانه شي. بلخوا پخوانی سفير رستم شاه مومند وايي چې پاکستان له امريکا تمه لري چې بنديزونه پرې و نه ولګوي. ده وويل:

پخوانۍ سفير رستم شاه مومند
پخوانۍ سفير رستم شاه مومند

(پاکستان نه غواړي چې په ايټمي پروګرام کې ځنډ راشي او يا پر هغه څه بنديزونه ولګي. دويمه دا چې اقتصادي او انتظامي کومک به پاکستان ته راتلو او هغه کومک د ترهګرۍ ضد جګړه په اړه وو، نو پاکستان به دا تمه لري چې هغه کومک به هم جاري وي. درېيمه دا چې پاکستان به غواړي چې د افغانستان مسلې حل ژر تر ژره راووځي، چې هلته ثبات او امن راشي.)

د پخوانۍ سفير رستم شاه مومند په خبره که چېرې د امريکا او ايران ترمنځ اړيکې خبرابېږي نو پاکستان ته به مسلې نورې زياتي شي. خو کارپوهان وايي پاکستان د امريکا له نوې ادارې ډېرې زياتې تمې لري خو د ټرمپ ادارې لخوا د پاکستان په اړه پالېسۍ لا جوته نه ده.

XS
SM
MD
LG