د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر سوشل میډیا ''تا ویلي ما ویلي''


پر ټولنیزو رسنیو د ناښایسته او نامناسبه رویې لاملونه څه دي او پر مهمو مسلو بحث باید څنګه وشي؟
پر ټولنیزو رسنیو د ناښایسته او نامناسبه رویې لاملونه څه دي او پر مهمو مسلو بحث باید څنګه وشي؟

د فاټا اصلاحاتو او د قبایلي سیمو راتلونکې اییني حیثیت په اړه که یوې خوا ته د سیاسي مشرانو غونډې روانې دي نو بلخوا پر ټولنیزو رسنیو (سوشل میډیا) هم په دې اړه د ولس غبرګون مخې ته راغلی دې.

په پاکستان کې د ټولنیزو رسنیو کارونکي او فعالان وايي چې د مهمو واقعاتو او مسلو په تناظر کې چې کله څه بحث راپورته کېږي نو ‌ډېر کسان پکې یو بل ته بد رد وايي او د یو بل سپکاوی کوي.

د روس په سېنټ پیټرزبورګ کې د سوشل میډیا یو فعال ډاکټر فاروق خان هوتي وايي د علم کمي له وجې په یوه مهمه موضوع د منطق او دلایلو په بنیاد د بحث کولو پرځای پر فېسبوک، ټویټر او داسې نورو ټولنیزو شبکو باندې خلک ناوړه ژبه کاروي:

(د روسۍ ژبې یو متل دی چې په بحث کې ريښتیا پیدا کېږي. موږ چې یوه موضوع سوشل میډیا ته وړاندې کوو نو د دې لپاره نه چې یو بل ته کنځل وکړو بلکې خاص د دې لپاره چې ورباندې په دلیل بحث وکړو، ثبوتونه وړاندې کړو او دا ښکاره کړو چې ریښتیا څه دي او درواغ څه دي. مسله دا ده چې موږ کتاب نه لولو. په تا ویلو ما ویلو باندې یقین کوو. ))

خو بیا د سماجي چارو کارپوه خادم حسېن په تعلیمي نظام کې نیمګړتیاوي او د ټولو انسانانو یو شان احترام کې کمی د دغه رویې مهم وجوهات بیانوي:

سماجي چارو کارپوه خادم حسېن
سماجي چارو کارپوه خادم حسېن

(تاسو وګورئ د استدلال، تجزیې او د تخلیق صلاحیت هغه وخت راځي چې د انساني دماغونو روزنه او تربیت یو ‌ډول وشي. نو په دغه تعلیمي نظام کې د دغه تربیت خیال نه دی ساتل شوی. کله چې دغه صلاحیتونه نه وي نو بیا خلک داسې تصور کوي چې پر بل کس خپله خبره په زور منل کیدای شي. نو د زور لپاره کله هغه جسماني تشدد استعمالوي او کله زباني تشدد استعمالوي.)

په قبایلي سیمو کې د ښځو حقونو لپاره کارکونکي تنظیم د تکړه قبایلي خویندو مشره شاهده شاه دا رویه د مهذبه خلکو طریقه نه بولي او وايي د ناوړه ژبې کارولو مهمه وجه د ښه روزنې او تربیت کمی دې:

(د نه روزنې سبب دا شي، خلکو ته چل نه ورځي چې پر یوه مهمه موضوع یا مسله څرنګه خبرې پکار دي. پر سوشل میډیا باندې د کمپاین چلولو خپله طریقه ده. تاسو نیټ ورکنګ وکړئ، بحث شورو کړئ، حقایق راغونډ کړئ. د ناښایسته ژبې په کارولو سره ډېرو مهمو او نازکو مسلو ته نقصان رسېږي.)

د سوشل میډیا یو بل فعال شاه خالد په دې نظر دی چې د ولس د داسې رویې له امله اکثره یوه مهمه قامي مسله پرځای پاتې شي او خلک یو بل ته بد رد ویل او نامناسبه ژبه استعمالول شورو کړي.

(دا خلک په شخصیتونو پسې ځي چې دا ډول خپله تابعداري و ښيي. په منځ کې هغه مسله پرځای پاتې شي. ډېر عزتمند کسان چې پر سوشل میډیا باندې له موږ سره له ډېرې مودې ملګري دي، داسې خبرې و لیکي چې ورباندې سړی حېرانه شي. دوی داسې بې منطقه خبرې وکړي چې ما ته ورباندې ډېر افسوس دی.)
د ولس د داسې رویې له امله اکثره یوه مهمه قامي مسله پرځای پاتې شي او خلک یو بل ته بد رد ویل او نامناسبه ژبه استعمالول شورو کړي.

د انټرنیټ ورلډ سټېټس ډاټ کام نومي وېب پاڼې له شمېر سره سم په پاکستان کې د ۲۰۱۶م کال تر جون پورې د انټرڼېټ کاروونکیو شمېر خوا او شا ۳۵ میلیونه وو. په دې کې ۲۷ میلیون کسان د فېسبوک استعالونکي دي.

په ۲۰۱۰م کال کې په پاکستان کې د انټرنېټ کاروونکیو شمېر اتلس نیم میلیونه وو چې په تېرو څو کلونو کې د انترنېټ او دغه راز د فېسبوک په استعمال کې زیاتوالی ښيي.

XS
SM
MD
LG