د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې د اروپايي ټولنې پر ځانګړي استازي نيوکې وشوې


فرانز مايکل ميلبن
فرانز مايکل ميلبن

کله چې کابل کې د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي فرانز مايکل ميلبن په دې وروستيوو کې يو افغان تلويزون ته وويل چې دوی افغانستان کې د غيرمتمرکزه حکومت ملاتړ کوي نو ډيرو افغانانو فکر وکړ چې د هغه خبرې غلطې تعبير شوي.

همدا وجه وه چې ځينو پر ټويټر پاڼه له هغه څخه د دې خبرې وضاحت وغوښت. واشنګټن کې افغان سفير حمدالله محب د فرانز ميلبن خبرې د افغانستان په چارو کې لاس وهنه وبلله او له هغه يې وغوښتل چې د خپلو خبرو سپيناوی وکړي.

خو کابل کې د اروپايي ټولنې استازی ميلبن په لږ بدلون سره پر خپله خبره ولاړ پاتې شو. هغه د سفير محب په ځواب کې وويل چې دا د افغان حکومت پاليسي ده نو ځکه به په وياړ سره د قدرت په غيرمتمرکز کولو کې د افغانستان سيمه ييزو ارګانونو ادارې ملاتړ ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په حکم په ۲۰۰۷ کال کې جوړې شوې د سيمه ييزو ارګانونو ادارې مهم هدف د ولايتونو چارې هم آهنګ کول او د سيمه ييزو ادارو پياوړي کولو کې مرسته کول دي.

ډيرو افغانانو پر ميلبن نيوکې وکړي او هغه يې د فيډراليزم ملاتړ په کولو سره د افغانانو تر منځ په بې اتفاقۍ پيدا کولو تورن کړ.

د افغانستان اساسي قانون ترمخه د هيواد حکومت چارې د رياستي نظام په چوکاټ‌کې پر مخ وړل کيږي.

ځيني افغانان د واک غيرمتمرکز کېدل نويمې لسیزې ته د ګرځيدو په مانا ګڼي. په نويمو کلونو کې افغانستان کې جهادي ډلو د يو بل سره د جګړو په کولو سره بېلابېلې سيمې سره ويشلې او نيولې وي چې له وجې يې په زرګونو خلک مړه او بې کوره شول.

ډاکټر عبدالله د ۲۰۱۴ کال د ولسمشرۍ ټاکنو د کمپاينونو پر مهال ازادۍ راډيو سره په يوه مرکې کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې که ولسمشر شي، سياسي نظام به فدرالي کړي که څنګه، ويلي وو: ((سياسي نظام له رياستي څخه پارلماني ته بدلول زموږ د سياسي تګ لارې برخه ده. دا کار بې له شکه په خپله نه کيږي او د دې لپاره لومړی په کار ده ځيني نور کارونه وکړو. پر اساسي قانون ولاړې يوې لويې جرګې پرته موږ قانون نه شو بدلولی.))

د اوسني ملي يووالي حکومت د جوړيدو لپاره د ولسمشر اشرف غني او اجرايّ رييس عبدالله ترمنځ هوکړه ليک کې راغلي چې د حکومتي نظام د بدلون لپاره به لويه جرګه راغواړي. خو له دوو کلونو تېرېدو وروسته هم دا کار نه دی شوی.

د يادونې وړ ده چې اروپايي ټولنه افغانستان ته د مالي‌مرستې برابروونکو لويو بهرنيوو ادارو څخه ده. د دې ټولنې د ويب سايټ ترمخه د افغانستان ولايتي ادارو پياوړي کولو لپاره يې خوا او شا دولس ميليونه ډالر مرسته کړې ده او په ميليونونو نورې مرستې يې دوام لري.

که له يوې خوا ځينو افغانانو کابل کې د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي خبرې وغندلې نو بلې خواته ځينو يې ملاتړ هم وکړ.

XS
SM
MD
LG