د خېبر پښتونخوا تاریخي ښار پېښور د نړۍ په هغه یو څو ښارونو کې شمېرل کېږي چې خواوشا دوه نیمه زره کلن لرغونی تاریخ لري او تر اوسه اباد دی. د تاریخ پاڼه خپرونه کې پر پېښور د تېرو وختونو د کلتورونو او او لرغونو اثارو په باب غږېږو. د دې خپرونې کوربه خالد خان دی.
چارواکي وايي، چې، په سنګریزه جګړو کې د وسله و الو ماته د دې لامل ګرځيدلې چې دوی پر لویو ښارونو خپلې حملې متمرکزې کړې.
خېبر پښتونخوا په تاریخ کې د نړۍ په هغه یو څو ځایونو کې شمېرل کېږي چې خواوشا دوه نیمه زره کلن لرغونی تاریخ لري. د تاریخ پاڼه خپرونه کې پر خېبرپېښتونخوا د تېرو وختونو د کلتورونو او لرغونو اثارو په باب غږېږو. د دې خپرونې کوربه خالد خان دی.
د بهر ملکي ځواکونو د وتلو عمل بې له څه ستونزې مخ پر وړاندې روان دی ــکه څه هم طالبانو ځینې ګټې ترلاسه کړي دي خوپه یوه حواله هم د دې جوګه نه دي چې په افغان ځواکونو برلاسي شي.
اېشیا فاونډېشن په خپل تازه رپورټ کې وايي، دوی د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د روان کال (۲۰۱۴) په جون او جولای کې یوه نظر پوښتنه وکړه چې پکې ۹۲۷۱ کسانو برخه واخیسته.
نيويارک ټايمز ورځپاڼه د شوې يوې نظر پوښتني يا سروې حواله ورکوي چي وايې، په لسو کي اته افغانان د اشرف غني د لومړی مياشتي کارکردګي ښه ګڼي.
د جماعت اسلامي د قامي اسمبلۍ غړی صاحبزاذه طارق الله وايي، د کډوالو ژوند ډېر سخت له کړاو سره مخامخ دی. دا د پښتنو لپاره یوه لویه المیه ده. دا د پښتنو اجتماعي ذمه واري ده. چې د دغه خلکو لپاره غږ پورته کړي.
شېراني ښارګوټی له ږوب ښاره نژدې ۷۵ کلومیټره شمال پلو د میرلي خېل سیمه کې تر تعمیر لاندی دی، چې د انجینیېر رزاق په خبره ۲۵ فیصده تعیمیري کار یې بشپړ شوی دی
د بلوچستان منصوبه بندۍ او پرمختیا وزیر ډاکټر حامد خان اڅکزي د شېراني ښارګوټي پروژې د لیدو پر مهال ویلي. چې صوبايي حکومت تر خپله وسه هڅې کوي چې د ښارګوټي جوړېدو چارې ژر تر ژره بشپړې شي. د دغه پروژې ډایرېکټر انجینیېر عبدالرزاق له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، چې ښارګوټی تر جدید پلان لاندې جوړېږي
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته