پاکستان يو فيډرېشن دى، يو قوم يې موږ نه منو، پاکستان پښتون، بلوڅ، سيندى، سرايکى او پنجابى دى، نوى پاکستان به يو استعماري مملکت نه وي، د خير- ښېګړې يو مملکت به وي، قومونه به برابر وي،
چین ځکه په افغانستان کې د ثبات ټینګښت ته اړ شوی چې دې هیواد ته له پاکستان او افغانستانه امنیتي ګواښونه راڅېرمه شوي دي.
په کرک ضلعه کې د وزيرو، خټکو، مروتو او بنوڅو قبېلو مشرانو د چارشنبې پر ورځ په یوه لويه جرګه کې د جنوبي اضلاع او قبايلي سيمو لپاره د يوې ځانګړې صوبې غوښتنه کړې ده. د دغې جرګې مشرانو له حکومته غوښتنه کړې چې له شمالي وزير ستانه بې کوره کړل شوي کډوال دې ژر تر ژره خپلو سيمو ته ستانه کړل شي.
د امریکا سفیر وايي، فکر کوي چې افغانستان او پاکستان په خپلو کې د اوږدې مودې خړپړ شويو اړیکو له سره تنظیمولو لپاره زیات شمېر خالص فرصتونه پیدا کړي.
دري میاشتي وړاندي په عراق او سوریه کي د اسلامي دولت ډلې پرضد د امریکا د متحده ایالاتو پوځې عمل ورو پیل شوی و، خو په تدریجې ډول پراخ شوی او واشنګټن به په جګړې کې نور هم ښکیل شي.
د سروه په پروګرام کې راسره له مردانه پښتنه لیکواله او شاعره حسینه ګل تنها مېلمنه ده. حسینه ګل د نوښار د زیارت کاکا صیب د کلي سره تعلق لري. په ادبې مېدان کې یې له کلونو راهیسې هلې ځلې کړې دي، او یو څو کتابونه یې هم چاپ شوي دي. د حسینه ګل شعري مجموعه (ته له ما څنګه یې جدا؟) بازار ته راوتلې دې.
د پښتونخوا ولسي غورځنګ مرکزي ناظم ډاکټر سيد عالم مسود وايي چې د ترهګرۍ په نامه چې پاکستان تهاوو نيم زره اربه روپۍ ورکړل شوې دي نو له هغو پیسو څخه قبايلو او خېبر پښتونخوا ته خپله برخه نه ده ورکړل شوې.
باجوړیان په شعر او موسيقۍ مين او د هنرمندانو قدرکوونکي خلک دي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وايي، پکار ده چې مولانا فضل الرحمان، اسفندیار ولي خان، افتاب احمد خان شېرپاو او د پښتنو نور سیاسي ګوندونه او مشران پر دې یوه ټکي سره متفق شي چې ولې پر پښتنو مشرانو بریدونه کېږي،
د فرسټ پوسټ ورځپاڼې په خبره، د اسلامي دولت وسله واله ډله به د پاکستان تر ټولو ښه ملګري هېواد چین ته هم لوی ګواښ ورمخامخ کړي.
د سياسي چارو څېړونکي وايي، د امريکا په سېنېټ کې د ريپبلکن ګوند اکثريت به د دې هېواد د ولسمشر باراک اوباما لپاره د ده د حکومتي دورې په اخرنيو دوو کالونو کې د يوې ننګونې په توګه ثابت شي.
د اسلام اباد وفاقي حکومت فيصله کړې ده چې په پاکستان کې مېشت د افغانستان کډوالو ته به د روزګار موقعې ورکول کېږي چې دا ډول هغوی هم د پاکستان په معشيت کې خپله برخه واخلي.د حکومت په دې فيصله په پاکستان کې مېشت د افغانستان کډوال څه وايي؟ له اسلام اباده د مشال راډيو خبريال سراج ظهير یې راپور راکوي
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته