د پښتو ژبې او پښتنو تاریخ پوه،لیکوال او څیړونکی سید خېرمحمد عاریف وایې چې د ساوڼ موساخېل ملي مبارزه نه هېرېدونکې ده.
ګلزار عالم وايي، د پېښور او شاوخوا هغه هلکان او نجونې چې له موسيقۍ سره علاقه لري، کولی شي چې د ده په اکيډمۍ کې د موسيقۍ باقاعده زده کړې وکړي.
»لومړی زه یو پښتون یم، یو مسلمان یم او په پاکستان کې اوسېږم. خو تر ټولو مخکې زه پښتون افغان یم، او موږ خپل دودونه لرو.«
په لاهور کي د پاکستاني پوځ پخوانی جرنيل او د امنيتي چارو کارپوه طلعت مسعود بیا وايې چې يو خو د دغو ډلو مقصد دا دی چې د امنيتي او پلټونکو ادارو پام او توجو ووېشي او بل خپل اهميت هم په ډاګه کړي.
د پاکستان وزیراعظم نواز شریف او د دغه هېواد د بېلابېلو سیاسي ګوندونو مشرانو په ګډون او د هند وزیراعظم نریندر مودي پر واهګه پوله د نومبر دویمې نېټې پر ورځ د ځانمرګي برید غندنه کړې چې، د وروستیو مالوتو له مخې ۵۵ تنه یې وژلي او لسګونه نور ژوبل دي.
واهګه پوله ځانرګی برید: یوه میرمن چې یو شمېر خپلوان یې په برید کې وژل شوي او ژوبل دي، مشال راډيو ته وايي: »زما دوه ماماګان، یوه مې د ماما مېرمن، او د هغې نور خپلخپلوان په برید کې وژل شوي دي، زموږ د کورنیو شل تنه دلته راغلي ول اوس هېڅ پته نه لګېږي چې هغوی چېرته دي.
د پاکستان د کرېکټ ټېم پخوانی لوبغاړی ياسرحميد وايي، په دوبۍ کې د اسټرالیا خلاف په روانو ټېسټ سیریز لوبو کې دا د یونس خان پرله پسې درېیمه سلیزه د لوبفاړو غوره کوونکو ته دا پغام ورکوي چې تجربه کار لوبغاړي دي له پامه نه غورځوي.
د پاکستان د کرېکټ ټېم پخوانی لوبغاړی ياسرحميد وايي، په دوبۍ کې د اسټرالیا خلاف په روانو ټېسټ سیریز لوبو کې دا د یونس خان پرله پسې درېیمه سلیزه د لوبفاړو غوره کوونکو ته دا پغام ورکوي چې تجربه کار لوبغاړي دي له پامه نه غورځوي. بلخوا د افغانستان کرېکټ ملي نولس کلنې لوبډلې د پاکستان په لاهور ښار کې د پاکستان ملي نولس کلنې لوبډلې پر وړاندې درې یو ورځنیو سیالۍ ترسره کړي چې له دریو څخه د دوه سیالیو په ګټلو سره یې د سیالیو اتلولي خپله کړه. پر دې اړه ياسرحميد وويل هيله من دی چې په افغانستان کې به کرېکټ ډېر پرمختګ وکړي، له نوموړي سره زموږ همکار اسرار عالم مومند مرکه کړی او په سر کې يې تري پوښتلي چې د اسټرالیا خلاف د يونس خان کار کردګۍ ته څنګه ګوري؟
ورلډ ایکنامک فورم وایي په نړۍ کې پاکستان د جنسي مساواتو په لیسټ کې په ۱۴۱ نمبر دی. د اقتصاد نړیوال فورم یا ورلډ ایکانامک فورم د کال ۲۰۱۴م د جنسي مساوات د رپوټ تر مخه پاکستان په ۱۴۱ نمبر دی. دغه سروی په ۱۴۲ و هیوادونو کې تر سره شوې ده، او پاکستان یوازې د یمن نه مخکې دی.
د پاکستان تحريک انصاف د قامي اسمبلۍ غړي د خپلو استعفاګانو د تصديق لپاره د چارشنبې په ورځ د قامي اسمبلۍ د سپيکر دفتر ته ورغلل خو البته له هغه سره يې له يو په يو ليدلو انکار وکړ. تحريک انصاف پر واکمن ګوند مسلم ليګ (ن) تور لګوي چې د تير کال په پارليماني ټاکنو کې يې درغلي کړي وه خو دغه ګوند دا تورونه ردوي. پر حکومت د استعفا لپاره فشار اچولو په خاطر تحريک انصاف ګوند خوا او شا دوو مياشتو راهيسې لاريونونه پيل کړي چې تر اوسه جاري دي. دغه ګوند له قامي اسمبلی څخه د مستعفي کيدو اعلان کړی وو اوغړو يې خپلي استعفاګاني د قامي اسمبلۍ له سپيکر سره جمع کړې وي خو د سپيکرآياز صادق دا دريځ دی چې د قانون له مخې بايد د اسمبلۍ هر غړی جلا جلا له ده سره وويني چي دارنګه مالومه شي چې دغه غړی د کوم فشار لاندې او که په خپله خوښه استعفا ورکوي. خو تحريک انصاف ګوند بيا دا دريځ وو چې ټول غړي به يې په يو ځای له سپيکر سره ويني او د خپلو استعفاګانو تصديق به کوي. کله چي د تحريک انصاف غړي پرون واپس شول نو د قامي اسمبلۍ سپيکر آياز صادق له رسنيو سره خبري وکړي او وي ويل چې تحريک انصاف د قامي اسمبلۍ په څلور ديرش غړو کې پنځه ويشت دفتر ته ورغلي وو. د تحريک انصاف له خيبر پښتونخوا د قامي اسمبلی ټاکل شوي زياتره غړي له استعفاګانو ورکولو انکار کوي. په دوی کې د سوات مسرت احمد زيب هم ده چې د مشال ريډيو همکار، عبدالحی کاکړ ورسره مرکه کړي او په سر کې يې ترې د استعفا نه ورکولو وجه پوښتلې ده؟ مرکه دلته اوريدلی شئ.
نن د خيبر پښتونخوا په حيات اباد کې عوامي نيشنل ګوند د شمالي وزيرستان او جنوبي وزيرستان د حالاتو په اړه د دغه ځای د قومي مشرانو سره يوه جرګه وکړه. د دي ګوند مشر، اسفنديار ولي خان نن مشال ريډيو ته وويل چې دي جرګه کې فیصله وشوه چې سياستوالو محمود خان اچکزي، افتاب احمد خان شيرپاو، مولانا فضل الرحمان او سراج الحق سره به کښيني او د بې کوره شوو خلکو د واپس تللو، قبايلي سيمو کې د امن، اصلاحاتو او پرمختيايي کارونو لپاره شريک کار کوي. د اسفنديار ولي خان سره زموږ د همکار، شبيرجان لنډه مرکه:
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته