د نوي پروګرام موخه داده، چې په ۲۰۱۵ زیږدیز کال کې خوست د افغانستان تر ټولو ښارونو پاک او صفا ښار جوړ شي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند پخوانى سناتور رضامحمد رضا وايي، پاکستان د خپل کورني امن او له خپل پخواني دوست هېواد چين سره د دايمي تجارتي اړيکو په خاطر اړ دى، چي په افغانستان کې هم د سولې له پروسې سره همکاري وکړي. له رضامحمد رضا سره په کوټه کې د ازادۍ راډيو خبريال بارکوال مياخېل مرکه کړې ده.
د زیارت اوبښتو ځنګل له ۵ زرو تر ۷ زرو کالو عمر لري. دا پر خوا وشا ۲ لاکه،۴۷ زره اېکړه ځمکه غوړېدلی دی او د ځینو کره شمېرو له مخې،د اوبښتو ونو دویم لوی جهاني ځنګل دی
افغان ولسمشر اشرف غني نن اسلام آباد کې د پاکستان د لومړي وزير ترڅنګ د نورو بيلا بيلو سياسي ګوندونو سره وليدل او د دواړو ملکونو پر اړيکو يې ورسره خبرې وکړي. د اشرف غني سره د سياست والو په ملاقات کې د عوامي نيشنل ګوند، پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ، قومي وطن پارټۍ، پيپلز ګوند او مسلم ليګ مشران شامل وو. ددې ليدنې په وخت سنيټر افراسياب خټک هم موجود وو. نوموړي مشال ريډيو سره په مرکه کې وويل چې د پاکستان ټولو سياست والو افغان ولسمشر سره خبرو کې وويل چې د دواړو هيوادونو ترمنځ دي په هره برخه کې اړيکې ښې او ډيرې شي. افراسياب خټک همداراز زياته کړه چې د ښاغلی اشرف غني د افغانستان او سيمې د پرمختګ لپاره ډير ښه پلانونه لري او په عملي کېدو سره يې په ټوله سيمه کې مثبت بدلونونه راتللی شي. د افغان ولسمشر اشرف غني سره د پاکستاني سياستوالو د دي ملاقات په اړه د افراسياب خټک بشپړه مرکه چې عبدالحی کاکړ ورسره کړې، دلته اوريدلی شئ:
پاکستان ته د خپلې لومړنۍ دوه ورځنۍ سرکاري دورې په موخه افغان ولسمشر غواړي چې د ناټو ځواکونو له وتلو پس په سیمه کې د امنیت ټینګ ساتلو لپاره پاکستان له طالبانو سره د جوړجاړي په بهیر کې د افغانستان مرسته وکړي.
د پخواني افغان ولسمشر حامدکرزي او د پاکستانیو سیاسي او پوځي مشرانو تر مینځ د خبرو اترو دورونه شوي دي خو د هغو څه کوټلې نتیجې نه دي رابرسېره شوې.
یو بل رکشه چلوونکی، عمر خان بیا وایي چې د دغې خرابې امنیتي وضعې له وجې کاروبار اغېزمن شوی دی.
پاکستان يو فيډرېشن دى، يو قوم يې موږ نه منو، پاکستان پښتون، بلوڅ، سيندى، سرايکى او پنجابى دى، نوى پاکستان به يو استعماري مملکت نه وي، د خير- ښېګړې يو مملکت به وي، قومونه به برابر وي،
چین ځکه په افغانستان کې د ثبات ټینګښت ته اړ شوی چې دې هیواد ته له پاکستان او افغانستانه امنیتي ګواښونه راڅېرمه شوي دي.
په کرک ضلعه کې د وزيرو، خټکو، مروتو او بنوڅو قبېلو مشرانو د چارشنبې پر ورځ په یوه لويه جرګه کې د جنوبي اضلاع او قبايلي سيمو لپاره د يوې ځانګړې صوبې غوښتنه کړې ده. د دغې جرګې مشرانو له حکومته غوښتنه کړې چې له شمالي وزير ستانه بې کوره کړل شوي کډوال دې ژر تر ژره خپلو سيمو ته ستانه کړل شي.
د امریکا سفیر وايي، فکر کوي چې افغانستان او پاکستان په خپلو کې د اوږدې مودې خړپړ شويو اړیکو له سره تنظیمولو لپاره زیات شمېر خالص فرصتونه پیدا کړي.
دري میاشتي وړاندي په عراق او سوریه کي د اسلامي دولت ډلې پرضد د امریکا د متحده ایالاتو پوځې عمل ورو پیل شوی و، خو په تدریجې ډول پراخ شوی او واشنګټن به په جګړې کې نور هم ښکیل شي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته