پاکستان ته د خپلې لومړنۍ دوه ورځنۍ سرکاري دورې په موخه افغان ولسمشر غواړي چې د ناټو ځواکونو له وتلو پس په سیمه کې د امنیت ټینګ ساتلو لپاره پاکستان له طالبانو سره د جوړجاړي په بهیر کې د افغانستان مرسته وکړي.
د پخواني افغان ولسمشر حامدکرزي او د پاکستانیو سیاسي او پوځي مشرانو تر مینځ د خبرو اترو دورونه شوي دي خو د هغو څه کوټلې نتیجې نه دي رابرسېره شوې.
یو بل رکشه چلوونکی، عمر خان بیا وایي چې د دغې خرابې امنیتي وضعې له وجې کاروبار اغېزمن شوی دی.
پاکستان يو فيډرېشن دى، يو قوم يې موږ نه منو، پاکستان پښتون، بلوڅ، سيندى، سرايکى او پنجابى دى، نوى پاکستان به يو استعماري مملکت نه وي، د خير- ښېګړې يو مملکت به وي، قومونه به برابر وي،
چین ځکه په افغانستان کې د ثبات ټینګښت ته اړ شوی چې دې هیواد ته له پاکستان او افغانستانه امنیتي ګواښونه راڅېرمه شوي دي.
په کرک ضلعه کې د وزيرو، خټکو، مروتو او بنوڅو قبېلو مشرانو د چارشنبې پر ورځ په یوه لويه جرګه کې د جنوبي اضلاع او قبايلي سيمو لپاره د يوې ځانګړې صوبې غوښتنه کړې ده. د دغې جرګې مشرانو له حکومته غوښتنه کړې چې له شمالي وزير ستانه بې کوره کړل شوي کډوال دې ژر تر ژره خپلو سيمو ته ستانه کړل شي.
د امریکا سفیر وايي، فکر کوي چې افغانستان او پاکستان په خپلو کې د اوږدې مودې خړپړ شويو اړیکو له سره تنظیمولو لپاره زیات شمېر خالص فرصتونه پیدا کړي.
دري میاشتي وړاندي په عراق او سوریه کي د اسلامي دولت ډلې پرضد د امریکا د متحده ایالاتو پوځې عمل ورو پیل شوی و، خو په تدریجې ډول پراخ شوی او واشنګټن به په جګړې کې نور هم ښکیل شي.
د سروه په پروګرام کې راسره له مردانه پښتنه لیکواله او شاعره حسینه ګل تنها مېلمنه ده. حسینه ګل د نوښار د زیارت کاکا صیب د کلي سره تعلق لري. په ادبې مېدان کې یې له کلونو راهیسې هلې ځلې کړې دي، او یو څو کتابونه یې هم چاپ شوي دي. د حسینه ګل شعري مجموعه (ته له ما څنګه یې جدا؟) بازار ته راوتلې دې.
د پښتونخوا ولسي غورځنګ مرکزي ناظم ډاکټر سيد عالم مسود وايي چې د ترهګرۍ په نامه چې پاکستان تهاوو نيم زره اربه روپۍ ورکړل شوې دي نو له هغو پیسو څخه قبايلو او خېبر پښتونخوا ته خپله برخه نه ده ورکړل شوې.
باجوړیان په شعر او موسيقۍ مين او د هنرمندانو قدرکوونکي خلک دي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وايي، پکار ده چې مولانا فضل الرحمان، اسفندیار ولي خان، افتاب احمد خان شېرپاو او د پښتنو نور سیاسي ګوندونه او مشران پر دې یوه ټکي سره متفق شي چې ولې پر پښتنو مشرانو بریدونه کېږي،
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته