د ډاکتر علیمي خاطرې نن هم ځکه ارزښت لري چې اوس هم د وسله والو په لیکو کې شامل ځوانان په افغانستان او پاکستان کې په بریدونو او جګړو اخته دي. له ډاکتر نادر علیمي سره له دې مرکې په جګړه کې د ښکېلو وسله والو د نفسیاتي یا رواني کیفیت اندازه لګول کېدای شي.
په افغانستان کې د نفسیاتي (رواني) ناروغیو ډاکتر نادر علیمي له تېرو ۲۷ کلونو راهیسې په مزار شریف کې د ناروغانو درملنه کوي. ده له مشال راډیو سره په یوې ځانګړې مرکې کې د هغو وختونو یاد تازه کړ چې کله یې د هغو افغان وسله والو طالبانو علاج کاوه چې په رواني ناروغیو اخته ول.
د ډيلي د فاتحانو لمسيانې د ډيلوالو په کوڅه کې په يوه تورتم کوډله کې پرتې دي،ډيلې وال يې تماشې ته راټول شوي دي، او ټول د باجوړ د جينکو په دې حال په زړه زړه کې اوښکې تويوي.
د تاریخي پېښور ښار لرغونې بالاحصار کلا د پخوانیو پښتنو افغانانو واکمنو او هم د مغولو، سیکانو او انګرېزانو لخوا کارول شوې. دې کلا تاریخ څومره زوړ دی. په تاریخ پاڼه خپرونه کې به یې واورو. د دې خپرونې کوربه خالد خان دی.
' د پاکستان ډیموکراټیک حکومتونه، عدالتونه، پارلېمان او نورې جمهوري ادارې او اشخاص ځکه کمزوري دي چې پوځ په هغه هېواد کې د موثر ډیموکراټیک بهیر مخه نیولې ده.'
د جماعت اسلامي پخواني مشر سید منور حسن د شنبې په ورځ په لاهور کې د خپل ګوند غونډې ته وویل ، دی دا خبره په ډاګه کوي چې تر څو په ټولنه کې قتال في سبیل الله او جهاد في سبیل الله نه وي عام شوی تر هغه وخته اوسنۍ ستونزې نه شي هوارېدای.
د تاریخ پاڼه په نننۍ خپرونه کې د سوات د تېرو وختونو د کلتورونو او لرغونو اثار په باب مالومات درکوو. دا خپرونه هره اوونۍ خالد خان وړاندې کوي. خپرونه د غږ(ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.
ګندهارا وېبپاڼه ليکي، کرزي چې کله په خپل دور کې پاکستان له مداره وايستی نو له طالبانو سره يې خبرې اترې د اسلام آباد د نه همکارۍ له کبله ناکامه شوې.
ښاغلي کرزي ویلي، افغانستان ۵ زره کلن تاریخ لري او د مشرف دا خبره چې پښتانه به د بل چا د ګټو لپاره استعمال شي، ټولو افغانانو ته سپکاوی دی.
د جمعیت العماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمن ویاند جان محمد اڅکزی وايي، چې د خالي ورځ پر ۲۲م نومبر د قبایلو بې کوره کړل شوو کډوالو پر ستونزو اسلام اباد ته رابلل شوې لویه جرګه به د قبایلي ولس لپاره یو قوي او موثر غږ ثابت شي چې خپلې ستونزې د پاکستان تر مرکزي حکومته ورسوي. د مشال راډيو همکار داود خټک له نوموړي د لویې جرګې پر مهمو ټکو مرکه کړې.
ليکوال پر مخ ليکې چې د هندیانو يوه غټه اندېښنه د امريکا له پاکستان سره د اړيکو په اړه ده او دوی په دې خبره زيات خپه دي چې د ثبوتونو سربېره هم امريکا ولې پاکستان يو ترهګر هېواد نه ګرځوي؟
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته