د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبایلو کډوالو پر ستونزه لویه جرګه رابلل شوې


د ولي خان په مشرۍ غونډه کې مولانا فضل الرحمن، محمود خان اڅکزی، افتاب شېرپاو او سیراج الحق
د ولي خان په مشرۍ غونډه کې مولانا فضل الرحمن، محمود خان اڅکزی، افتاب شېرپاو او سیراج الحق

د جماعت اسلامي د قامي اسمبلۍ غړی صاحبزاذه طارق الله وايي، د کډوالو ژوند ډېر سخت له کړاو سره مخامخ دی. دا د پښتنو لپاره یوه لویه المیه ده. دا د پښتنو اجتماعي ذمه واري ده. چې د دغه خلکو لپاره غږ پورته کړي.

په اسلام آباد کې د ګل پر ورځ د عوامي نېشنل پارټۍ مشر اسفنديار ولي خان په مشرۍ کې د پینځو مختلفو سياسي ګوندونو مشرانو په يوه غونډه کې پرېکړهشوه چې له قبايلو سره د سلا مشورې پس او هغوی ته ورپېښو ستونزو او د پاکستانیو پوځي عملیاتو په ترڅ کې د بې کوره شوو کډوالو د ستونزو هوارولو لپاره به په ګډه هلې ځلې کوي او پر دې ستونزه به یوه پراخه لویه جرګه د روانې نومبر میاشتې پر ۲۲مه نېټه رابولي.

د عوامي نېشنل پارټۍ د مشر اسفندیار ولي خان په مشرۍ غونډه کې د جمعیت العماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمن، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي، د جماعت اسلامي مشر سراج الحق او د قامي وطن پارټۍ مشر افتاب احمد خان ګډون وکړ.

له غونډې وروسته د جمعیت العماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمن له خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې د پینځو واړو ګوندونو مشرانو پر دې خبره اتفاق وکړ، چې قبایلو ته د ورپېښو ستونزو او پتېره د پوځي عملیاتو په ترڅ کې د بې کوره کړل شوو کډوالو پر ستونزو به له قبایلي ولس سره له سلامشورې پس یوه ګډه تګلاره جوړل کېږي.

نوموړي زیاته کړه چې د روانې میاشتې پر ۲۲م نېټه به د قبایلي ولس له استازو او مشرانو سره یوځای یوه لویه جرګه ترسره کېږي. چې د دغه ستونزو یو ګډه حللاره راواېستل شي.

د عوامي نېشنل پارټۍ ویاند سېنېټر زاهد خان له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، (قبایلي خلکو هېر کړي دي، د پاکستان امنیتي ادارې وايي چې د ووزیرستان ۹۰ فیصده سیمه یې پاکه کړې ده، نو که داسې ده، بیا دغه کډوال د څه لپاره دلته ایسار کړي دي، خپلو سیمو ته دې واستوي، او د دې خبرو لپاره موږ راپاڅېدلي یو. او له دغه ګوندونو سره دې خدای ښه وکړي چې زموږ په بلنه رایوځای شول او موږ د پښتنو حقونو لپاره پر هر درشل خپل غږ پورته کوو.)

د جماعت اسلامي د قامي اسمبلۍ غړی صاحبزاذه طارق الله وايي، چې (دا زموږ د ټولو ګډه ذمه واري دي چې د بې کوره کړل شوو خلکو لپاره غږ پورته کړ. د کډوالو ژوند ډېر سخت له کړاو سره مخامخ دی. دا د پښتنو لپاره یوه لویه المیه ده. دا د پښتنو اجتماعي ذمه واري ده. چې د دغه خلکو لپاره غږ پورته کړي. او په دې کې باید له سیاسي مفاد پرته یو موټي شو)

XS
SM
MD
LG