د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان ماليې وزیر: قبايلي سيمې له ماليې مستثنا نه شي پاتې کېدلای


د پاکستان د ټیکس ادارې (اېف بي ار) د یو دفتر انځور.
د پاکستان د ټیکس ادارې (اېف بي ار) د یو دفتر انځور.

د پاکستان د ماليې (خزانې) وزیر محمد اورنګزیب خان ویلي چې د وفاق تر انتظام لاندې پخوانۍ قبایلي سیمې يا فاټا او د صوبې تر انتظام لاندې قبايلي سيمې يا پاټا نور له مالیې يا ټيکس څخه مستثنا نه شي پرېښوولای.

نوموړي په قامي اسمبلۍ کې د پخوانۍ فاټا او پاټا لپاره د ټیکس امر بېرته اخیستو د نوټس په ځواب کې وویل چې له ۲۵م اییني ترمیم وروسته د ټیکس قانون پر هغو سیمو هم پلي شوی دی.

اورنګزيب خان زياته کړه، پر هغو سيمو په خیبر پښتونخوا له ورګډېدو وروسته پینځه کاله ټیکس نه وو چې وروسته یو بل کال هم ورته معاف شو خو د روان ۲۰۲۴ز کال په جون کې هغه نېټه پای ته رسېږي.

د پاکستان حکومت په ۲۰۱۸ز کال کې قبایلي ضلعې او ملاکنډ ډېوېژن ځانګړی حیثیت ختم کړی وو نو تر پينځو کلونو پورې یې ورته ټیکسونه معاف کړي ول خو پخواني حکومت د سیمې د سوداګرو، سیاستوالانو او ولسي مشرانو تر مخالفت وروسته وویل چې هلته د ټیکسونو نظام نه غځوي.

د وزیراعظم د هغه وخت سلاکار امیر مقام د ۲۰۲۳ز کال د جون پر نهمه ویلي ول چې قبایلي ضلعې او ملاکنډ ډېوېژن د ۲۰۲۳-۲۴ز مالي کال لپاره له مالیو مستثنا دي.

په پاکستان کې نوی مالي کال د جولای پر لومړۍ نېټه پیلېږي او وفاقي حکومت عموماً په جون کې د راتلونکي مالي کال بودیجه وړاندې کوي.

اوس چې په پاکستان کې وفاقي حکومت د ۲۰۲۴-۲۵ز مالي کال د بجټ تیارولو بهیر ته دوام ورکړی دی نو د پخوانيو قبايلي سيمو ولس د ممکنه ټيکس عملي کولو خلاف احتجاجونه پيل کړي دي.

ملاکنډ ډېوېژن کې د نويو ټيکسونو ممکنه نفاذ ولې لانجمن شوی؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:28:47 0:00

د شمالي وزیرستان یو سوداګر او میرلي کې د پېټرول پمپ مالک لقمان خان مشال راډیو ته وویل چې د خزانې وزیر دغه بیان انېښمن کړی دی.

نوموړي زياته کړه چې له خیبر پښتونخوا سره تر شاملېدو وروسته يې په سیمه کې هیڅ کم بدلون نه دی راغلی. "په وزیرستان یا نورو قبایلي سیمو کې هیڅ کارخانې نه شته، روزګارونه نه شته، شته روزګارونه تباه شوي دي. هلته ناامني، هدفي وژنې او جنګ روان دی. که نوي ټیکسونه لاګو شي، نو څنګه به یې وزغمو؟ موږ لا اوس هم د ړنګو کورونو او بازارونو په معاوضو پسې ګرځو."

په قامي اسمبلۍ کې د اپوزیشن سني اتحاد کونسل سیاستوال د قامي اسمبلۍ پخواني سپیکر اسد قیصر وویل چې قبایلي سیمې، له خرابو حالاتو نه دي راوتلي او له ۴۰ کلونو راهیسې په جنګ کې دي او اقتصاد یې تباه شوی دی.

د ملي جمهوري غورځنګ مشر او له شمالي وزیرستانه د پاکستان قامي اسمبلۍ پخواني استازي محسن داوړ مشال راډیو ته وویل چې تېر کال هم دوی هڅه وکړه او د خزانې له وزیر سره له بحث او دلایلو وروسته هغه ټیکسونه د یو کال لپاره وځنډول شو خو اوس هم باید ټول ګوندونه د دې لپاره غږ پورته کړي ځکه چې هغه سیمې له محرومۍ سره مخامخ دي.

په ملاکنډ او قبایلي ضلعو لکه باجوړ، مومند او نورو سیمو کې خلکو وخت په وخت د ټیکسونو لګولو ضد احتجاجونه کړي دي او غوښتنه یې کړه ده چې حکومت دې هلته د نورو ۱۰ کلونو لپاره ټیکسونه نه لګوي.

د خیبر پښتونخوا پخوانۍ صوبايي اسمبلۍ د ۲۰۲۲ز کال په ډېسېمبر کې د یو قرارداد له لارې له وفاقي حکومته غوښتنه کړې وه چې تر هغو چې د ملاکنډ ډېوېژن او قبایلي ضلعو خلک د دې جوګه شوي نه وي چې ټیکسونه ورکړي نو مالیې دې ورڅخه نه اخلي.

XS
SM
MD
LG