د امریکا سفیر وايي، فکر کوي چې افغانستان او پاکستان په خپلو کې د اوږدې مودې خړپړ شويو اړیکو له سره تنظیمولو لپاره زیات شمېر خالص فرصتونه پیدا کړي.
دري میاشتي وړاندي په عراق او سوریه کي د اسلامي دولت ډلې پرضد د امریکا د متحده ایالاتو پوځې عمل ورو پیل شوی و، خو په تدریجې ډول پراخ شوی او واشنګټن به په جګړې کې نور هم ښکیل شي.
د سروه په پروګرام کې راسره له مردانه پښتنه لیکواله او شاعره حسینه ګل تنها مېلمنه ده. حسینه ګل د نوښار د زیارت کاکا صیب د کلي سره تعلق لري. په ادبې مېدان کې یې له کلونو راهیسې هلې ځلې کړې دي، او یو څو کتابونه یې هم چاپ شوي دي. د حسینه ګل شعري مجموعه (ته له ما څنګه یې جدا؟) بازار ته راوتلې دې.
د پښتونخوا ولسي غورځنګ مرکزي ناظم ډاکټر سيد عالم مسود وايي چې د ترهګرۍ په نامه چې پاکستان تهاوو نيم زره اربه روپۍ ورکړل شوې دي نو له هغو پیسو څخه قبايلو او خېبر پښتونخوا ته خپله برخه نه ده ورکړل شوې.
باجوړیان په شعر او موسيقۍ مين او د هنرمندانو قدرکوونکي خلک دي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وايي، پکار ده چې مولانا فضل الرحمان، اسفندیار ولي خان، افتاب احمد خان شېرپاو او د پښتنو نور سیاسي ګوندونه او مشران پر دې یوه ټکي سره متفق شي چې ولې پر پښتنو مشرانو بریدونه کېږي،
د فرسټ پوسټ ورځپاڼې په خبره، د اسلامي دولت وسله واله ډله به د پاکستان تر ټولو ښه ملګري هېواد چین ته هم لوی ګواښ ورمخامخ کړي.
د سياسي چارو څېړونکي وايي، د امريکا په سېنېټ کې د ريپبلکن ګوند اکثريت به د دې هېواد د ولسمشر باراک اوباما لپاره د ده د حکومتي دورې په اخرنيو دوو کالونو کې د يوې ننګونې په توګه ثابت شي.
د اسلام اباد وفاقي حکومت فيصله کړې ده چې په پاکستان کې مېشت د افغانستان کډوالو ته به د روزګار موقعې ورکول کېږي چې دا ډول هغوی هم د پاکستان په معشيت کې خپله برخه واخلي.د حکومت په دې فيصله په پاکستان کې مېشت د افغانستان کډوال څه وايي؟ له اسلام اباده د مشال راډيو خبريال سراج ظهير یې راپور راکوي
د پاکستان وزيراعظم نواز شريف نن چارشنبه په اسلام اباد کې د ګوزڼ ناروغي مخنيوي کاري کميټۍ غونډي ته وويل چې په ملک کې د ماشومانو مستقبل محفوظه جوړولو لپاره به باید دا رنځ له منځه یووړل شي
د بښني نړۍوال سازمان ویلي چې د پاکستان حکومت د دوو عیسویانو وژونکو ته سزا ورکړي او د لږکیو ژغورنه دې ډاډمنه کړي. د پنجاب پوليس وايي، په سېشنبه له لاهور ښاره ۶۰ کلومیټره لیرې د مذهبي سپکاوي په تور دوه عيسويان د مسلمانانو د يوې پارېدلي ډلې له خوا له وهلو وروسته وژل شوي او مړي یې سوځول شوي دي.
د پښتو ژبې او پښتنو تاریخ پوه،لیکوال او څیړونکی سید خېرمحمد عاریف وایې چې د ساوڼ موساخېل ملي مبارزه نه هېرېدونکې ده.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته