د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا ریپلیکن ګوند د مشرانو جرګه کې تر ډیموکراټانو مخکې شو


د سياسي چارو څېړونکي وايي، د امريکا په سېنېټ کې د ريپبلکن ګوند اکثريت به د دې هېواد د ولسمشر باراک اوباما لپاره د ده د حکومتي دورې په اخرنيو دوو کالونو کې د يوې ننګونې په توګه ثابت شي.

د امريکا مشرانو جرګې «سېنېټ» لپاره په شويو انتخاباتو کې ريپبلیکن ګوند، چې د حکومت اوپوزيشن ګوند دی، د دغه هېواد په لږ تر لږه اوو ايالتونو کې څوکۍ ګټلې دي.

دا په داسې حال کې ده چې ريپبلیکن ګوند د امريکا په کانګرس کې هم د اکثريتي ګوند په توګه خپل حيثيت برقرار ساتلی دی.

په امريکا کې حکومت مخالفه ريپبلکن ګوند د دې هېواد په اوو مهمو ايالتونو، مونټانا، کولوراډو، وېسټ ورجينيا، ساوت ډکوټا، ارکنساس، نارت کالوراينا او ايوا کې د سېنېټ انتخابات ګټلي دي.

د امريکا په سېنېټ کې د ريپبلکن ګوند مشر مېچ مک کونل د پرله پسې دويم ځل لپاره له کنټکي ايالت څخه خپله څوکۍ وګټله، چې ډېر احتمال ليدل کيږي چې هم نوموړی د دغه ايوان د حکومتي ډيموکراټ ګوند د مشر هيري ريډ څوکۍ ونيسي.

ښاغلي ريډ د سېنېټ لپاره په انتخاباتو کې د ښاغلي مک کونل پر بريا هغه ته مبارکي ورکړه او و يې ويل چې د امريکا خلک غواړي چې دواړه ګوندونه د دوی لپاره په شريکه کار وکړي.

ښاغلي مک کونل بيا د بريا تر لاسه کولو وروسته په خپلې يوې وينا کې وويل، اوس وخت راغلی چې امريکا د مخکې تګ لپاره يوه نوې لاره غوره کړي، خو زياته يې کړه چې موږ مکلف يو چې په هغو مواردو کې، چې دواړه ګوندونه پرې سره موافق يو، بايد په ګډه کار وکړو.

د سياسي چارو څېړونکي وايي، د امريکا په سېنېټ کې د ريپبلکن ګوند اکثريت به د دې هېواد د ولسمشر باراک اوباما لپاره د ده د حکومتي دورې په اخرنيو دوو کالونو کې د يوې ننګونې په توګه ثابت شي.

خو دا روښانه نه ده چې په سېنېټ کې د ريپبلکن ګوند بريا به د امريکا په حکومتي پالېسيو کې څومره بدلون راولي.

ولسمشر اوباما کولی شي د سېنېټ لخوا ده ته لېږل شوې د قانون يوه طرحه ويټو کړي. پر دې سربېره د دغه ايوان د ډيموکراټ ګوند غړي هم، لکه چې د ريپبلکن ګوند هغو له دوی سره په دې وروستيو کالونو کې کړي دي، د دوی د کار پر وړاندې هم خنډونه رامينځ ته کړي.

امريکايانو د نومبر پر څلورمه نېټه، يانې پرون د سېنېټ له ۱۰۰ څوکيو څخه د ۳۶ هغو لپاره رای واچولې. همداراز يې د استازو د جرګې د ټولو ۴۳۵ څوکيو او د ۳۶ ايالتونو د واليانو يا ګورنرانو ټاکلو لپاره ووټونه واچول.

XS
SM
MD
LG