د لاسرسي ځای

تازه خبر

چین د پاکستان او افغانستان خپلمنځي لانجې هواروي


چین ځکه په افغانستان کې د ثبات ټینګښت ته اړ شوی چې دې هیواد ته له پاکستان او افغانستانه امنیتي ګواښونه راڅېرمه شوي دي.

لیکنه: ابوبکر صدیق

چین به یو وخت په افغانستان کې وینتویېدو »ټولوژنه، وینه تویېدنه« ته د يوه بې تفاوته ګاونډي په توګه کتل، چېرته چې تر درو لسیزو زیات یو له ورانوونکو معاصرو جګړو په میلیونونه افغانان ووژل شول. خو د بیجینګ تګلاره کې له ورایه یا په ظاهره بدلون ته په افغانستان کې د تلپاتې سولې پرځای کولو ته په دې صورت کې د وړتیا لرلو په سترګه کتل کېږي چې په سیمه کې خپل نژدې ملګری پاکستان د طالبانو او نورو افغان یاغیانو چې د کابل پر ضد جګړه کوي له ملاتړه راوګرځوي.

د مقالې لیکوال ابوبکر صدیق د یوه جګپوړې افغان چارواکې له خولې چې نه غوښتل نوم یې خپور شي لیکې: بیجینګ پوهیږې، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ اوئغور بیلتونپالي چې په خپل ټاټوبې سینګیانګ «شینجین» کې حملې کوي، د پاکستان په قبایلې سیمو او د افغانستان په جنوب ختیځو ولایتونو کې پناګاوې لري.

د چین امنیتي اندیښنه باید چې کمه ونه ګڼل شي، د دوی دا اندیښنه پرځای او سمه ده.که ورته وګورئ نو د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ اورپکي زموږ په سیمه او په سوریه او عراق کې د سلګونو په شمېر کې موجود دي.

په تیرو دوو کلونو کې په سینګیانګ ولایت کې د اوئغور وسله والو په حملو کې په سلګونه کسان وژل شوي. نیویارک ټایمز ورځپاڼې په دي وروستیو کې لیکلې ول چې د افغانستان استخباراتې اداره له پیکنګ سره نږدي همکاري کوي او د هغو اوئغور وسله والو په اړه ورسره معلومات شریکوي چې په تیرو څو کلونو کې په افغانستان کې نیول شوي دي. د دې وسله والو زیات شمېر یي د پاکستان په اورپکو کمپونو کې روزل شوي دي.

افغان چاروواکي وايي، کابل په تیرو څو کلونو کې زیات زیار اېستلی چې د افغانستان په ټېکاو او ثبات کې چین د یوه رغنده ونډې لرلو ته وهڅوي.

ځینې څیړونکې په دي باور دي، چې کابل له هغه وروسته د چین لوري ته مخ واړولو چې افغانستان او د لویدیز ملګري له طالبانو سره یوه جوړجاړي ته په رسېدو کې د پاکستانۍ مرستې په ترلاسه کولو کې ناکامه شول.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په سپتمبر میاشت کې د لوړې له مراسمو څخه وروسته خپل لومړنی دولتي سفر چین ته وکړ او د چین وزیر ليي کیقیانګ د افغانستان پر ټولو ګاونډیانو غږ وکړ چې د دې هیواد ځمکنۍ بشپړتیا، خپلواکۍ او ملي حاکمیت ته باید درناوی وکړي. ښاغلي کیقیانګ دا هم وویل چې د افغانستان په کورنیو چارو کې باید لاسوهنه ونشي او په دې هیواد کې د امنیت او ټېکاو ټینګولو د هلو ځلو ملاتړ باید وشي.

د مقالې لیکوال د افغان چارواکو په حواله لیکې، کابل له پاکستان سره د نويو اړیکو پيلول غواړي. ولسمشر محمد اشرف غني به روانه اوونۍ پاکستان ته سفر وکړي او څو ورځې وړاندې د پاکستان د پوځ لوي درستیز جنرال راحیل شریف او د پوځې استخباراتو (ای اېس ای) مشر جنرال رضوان اختر هم کابل ته تللي ول.

افغان چارواکي زیاته کړه، چین ته دواړه هېوادونه د یوه باوري ملګري په سترګه ګوري. او د سولې په برخه کې یوه بې سارې مرسته کولی شي.د ده په خبره دا هم باید په یاد ولرل شي چې چین به دا هر څه د ځاني ګټې پرته وکړي، او همدا تر ټولو ګټوره خبره ده.

رویټرز خبري اژانس د نومبر پر یولسمه نېټه لیکلي ول چې بیجینګ د سولې او پخلاینې د هغه کنفرنس کوربه توب وړاندیز کړی چې د افغانستان او پاکستان د حکومتونو او طالبانو استازي به پکې ګډون وکړې.

د مقالې لیکوال ابوبکر صدیق د یوه پاکستانې پارلماني غړي له خولې چې د مسلې د حساسیت له امله یې د هغه نوم نه دی په ډاګه کړی، لیکې: د بیجینګ او اسلام آباد ترمنځ د تړلو دروازو ترشا غونډې او خبرو کې چین، پاکستان ته په ډاګه ویلې ول چې دوی له اسلام آباده څه غواړي. که چېرې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرو کې کوم پرمختګ ونشي، نو په هغه صورت کې به بیجینګ اسلام آباد ته ووایي، چې د افغان یاغیانو او د چین او پاکستان ترمنځ د څو لسیزو پخوانۍ دوستۍ ترمنځ باید یوه غوره کړي.

خو په نیویارک کې د نړۍوالې همکارۍ مرکز مشر بارنېټ روبین وایي، د چین او پاکستان ترمنځ یو دم د داسې یوه حالت رامنځ ته کېدل هم له امکانه لري ښکاري. دی وایي، بیجینګ کولی شي، پر اسلام آباد فشار واچوي چې طالبان له افغان حکومت سره د خبرو میز ته کېنوي:

« د چین او پاکستان حکومتونه باوري ملګرتیا لري او ترټولو مهمه دا ده چې د دواړو هیوادونو د پوځونو او امنیتي ځواکونو ترمنځ اړیکې ټینګ دي. پاکستان نشي کولی چین له ځانه بیګانه کړي. په دې توګه که چېرې چین د افغانستان حکومت سره د لوړو ژمنو هوډ څرګند کړي، نو د پاکستان حکومت به ونشي کړای چې په پټه تخریب وکړې او دا ویره به ورسره وې چې په دې کار سره به له خپل یو ډیر مهم او وفاداره متحد سره اړیکو ته زیان ورسېږي.»

په افغانستان او عراق کې د امریکا د متحده ایالاتو پخواني سفیر ځلمې خلیلزاد له ازادۍ راډیو سره خبرو کې ویلي ول چې چین د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترینګلو اړیکو په ښه کولو کې مرسته کولی شي:

« چین کولاي شي مثبته ونډه واخلي، په خاص ډول که چېرې د هغوی ونډه له امریکا سره په تفاهم کې وي»

بیجینګ دا مهال د ډیپلوماسۍ د ملاتړ په مقصد خپلې اقتصادي مټې غښتلې کړې دي. چین په افغانستان او پاکستان کې تر ټولو لوی بهرنی پانګوال دی او دا یې تر ټولو غوره امتیاز هم دی. چین په افغانستان کې د تیلو او مسو زېرمو رااېستلو لپاره نژدې څلور میلیارده ډالره پانګونه کړې ده.

چین تیره اوونۍ په پاکستان کې د ۴۲ میلیاردو ډالرو پانګونې ژمنه وکړه خو شرط یې کیښود چې اسلام آباد به د اوئغور وسله والو پر ضد عملیات کوي.

افغان چارواکی وايي، داسې ښکاري، چین لېوالتیا لري چې په خپل ګاونډ کې ټول هېوادونه د غوړېدلي اقتصاد په سیمه واړوي. همدا هغه ځای دی چې په بوختېدو سره یې افغانستان او پاکستان دواړه ترې ګټه پورته کولی شي.

XS
SM
MD
LG